Connect with us

د شریعت کتابتون

د بګرام زندان خاطرې

Published

on

عسکر راته وویل حافظ د قرآن یې؟ ماویل هو!

خو عسکر د قرآن کریم له یو څو پوښتنو وروسته چې ما جوابونه ورکړل ماته یې ویل زه به نور پاک کالي درته راوړم پاک کالي مې واغوستل بیخي د ازادۍ احساس مې کاوه له کالیو هم په تکليف ؤ د وخت په تېرېدلو له دغه وحشي کوټې هم ووتم غټو اطاقو ته يې وېوړم په غټو اطاقونو کې مو له حکومت سره په دې جنجال راغلو چې باید موږ یو وار له کورنۍ سره خبرې وکړو او د ځان صحت لپاره کور ته ډاډ ورکړو، خو حکومت ټلیفون نه را کولو له ۳ ورځې سر په سر روژې وروسته چې هېڅ مو ونه خوړل په دې وتوانېدو چې حکومت یو ټلیفون را ووړ صرف۲ دقیقې وخت یې را کړو د ټلیفون کولو په وخت مې له څنګ سره یو مجاهد هم ناست وه دا چې نږدې په نږدې ؤ او خبرې یې هم زما غوږ ته رارسېدې داسې خبرې مې ترې واورېدې داسې بوږنوونکې خبرې وې چې قرېبه وه دماغ مې له لاسه ورکړم هغه داسې چې له مور سره غږېدلو او مور ته یې ویل چې مورجانې زما ښځه دې په ما طلاقه وي یعنې زما لخوا طلاقه شوه هغه ځکه چې زه یې له مردۍ خلاص کړی یم که زما میرمن له هر چا سره واده کوي زما لخوا ورته اجازه ده او په ما دې تکرارً درې ځله طلاقه وي له هغې خوا مې د یو څو زنانه وو غږ هم تر غوږو شو او له دې سره مې داسې انګېرله چې ګویا د اسرافیل د شپیلۍ هم دا غږ دی له دې سره مجاهد هم سلګو ونيو هغه د وحشت تورې چاپې مات نشو کړای خو د مورکۍ او د خپلې ښځې غږ یې سلګیو سره اوښکې تم نشوای کړای سخته له درده ډکه صحنه وه سترګې مې ښکته اچولې وې یو دم په خود شوم ماویل وبه ګورم مجاهد او ترې وبه پوښتم خو هغه پاڅېدلی ؤ، ما هم کورته زنګ وکړو ډاډ مې ورکړو او ورته ویل مې هېڅ خبر نشته مور ته مې چې کله ورور تلیفون ور وړو د ژړا غږ مې یې واورېده بغیر له خبرې مې ورور ته خدای په امان وویل له مور سره نه شوم غږېدلی ورته ومې ویل بیابه بل وخت و غږېږو، بېرته پنجرې ته دا خل شوم عادي حالت کې شپې ورځې سباکېدلې یو سهار ویده وم چې عسکر د پنجرې مخې ته ودرېدو زما نوم یې واخيست له ډک خوب نه را پورته شوم لاسونه زولنې او له ملا څخه یې هم ځنځير راته را تاو کړو مخ د محکمې په طرف لاړو پر څوکۍ ۳ قاضیان ناست ول او له موږ یې ښکاره غوښتنه وکړه که غواړئ چې ازاد شئ نو کورته زنګونه وکړئ ښکاره یې له موږ څخه د رشوت غوښتنه وکړه موږ ورته د خپلې ناچېزۍ اظهار وکړو د محکمې له اطاق بېرون شولو د سکورټ قومندان راغی وای قید دې پینځلس کاله ده قبول دې دی ما ویل رښتیا هم د قاضیانو جېبونو کې قلمونه نه دي کولنګونه دي بېرته درندې زولنې په پښو ستړي ګامونه را اخیستل مې شروع کړل ،چې څو ځایه زولنوکې خطا شوم او دوه ځایه مې پښه زخمي شوه اطاق ته چې را ورسېدم، ټول ملګري پنجرې ته راغلل څومره قید یې در کړو؛ څنګه چل شو/محکمه وشوه په ډاډه زړه مې ورته اوویل ۱۵ کاله قید یې راکړو چا په یو رقم تسلي را کوله چا راته ویل تیرېږي ور باندې پوه به هم نشې/ د مولوي ابراهیم په نوم کس و، چې اصل د غزني وه اوسېده په پکتیا کې هغه له لاسه ونيولم قاري صیب غم یې مکوه زما ۱۷ کاله قید ده، په داسې حال کې چې کور کې هېڅ سرپرست نه لرم دوه زامن مې ول یو اووه کلن بل هم پنځه کلن د چاپې په شپه یې زما مخ ته ودرول او دواړه یې په سر سر په برېتا توفنچه وویشتل او خام ماغزه یې باد باد شول او زما په مخکې د بې ګناه مرغیو په څیر رڼې رڼې سترګې را و غورځېدل هېڅ مې له وس نه وو پوره څو یې له کور را ویستم چې ښځې مې په بچیانو را منډه کړه د خپلو وړو ماشومانو جسدونه یې غیږ کې ونيول او په چېغو شوه او زه هماغسې له اوږو نېولی په منډه منډه تر ټانګ را ورسولم نه مې هېریږي، خو څه وکړو د خدای رضا مو مقصد ده ګنې زما زامنو زه کلک ونيولم چې پلار مې مه بیایۍ هغه ماشومان څه خبر ول چې د دوی روح پسې راغلي دي او څو دقیقي وروسته به زما له مخې دوه بې ګناه روحونه خیژي زړه مې بېخي را ډک شو سره له دې چې ډاډ یې ماته را کولو پخپل مخ یې هم څو رڼې اوښکې راغلې لستوڼۍ یې په مخ را کش کړو ځکه بګرام کې د اوښکو پاکولو لپاره دستمال /څادر نه وه بیا لږ مُسکی شو ژړا په دې راغله ویل یې چې سره له دې دومره سختیو که بیا هم الله پاک رانه ناراض وي بیابه څه کوو زه هم تش کالبوت غوندې مخکې ورته ناست وم اذانونه شروع شول دواړه په یو وار جیګ شول د مازدیګر لمونځ مو وکړو له سلام ګرځولو وروسته بل نفر راته د تسلې په بهانه را وړاندې شو راته کړل یې مه خفه کېږه زما هم ۱۶ کاله قید ده هېڅ نه یم ورته خفه خدای پاک به یې تېر کړي دا اوس مې ۸ کاله تېرکړي هیڅ نه یم ورباندې خپه عقیده مې نوره هم پخه شوه د چاپې په ورځ یې زما کور بمبار کړو مور مې د هاوان په مرمۍ ټوټه ټوټه شوه نه مې په ژوند بیا ولېده او نه مې اخري دیدن او نه مې جنازه وکړه هیلې ارمانونه د ژوند خواږه یې رانه واخیستل سوړ اسوېلی مې ویست ورته مې وويل هیڅ مشکل نشته رب دې مورجانې ته جنت الفردوس ورکړي او نور ترې را بیل شوم د قرآن شریف تلاوت ته کېیناستم یو پاو تلاوت مې نه وه کړی چې د غزني یو بل مجاهد مې تر څنګ شو ویل یې قاري صیب چې چُرت دې خراب نکړې قرآن شریف مې بند کړو ورته کړل مې نا داڅه خبره کوې تاسې غوندې دوستان لرم ولې به خپه کېږم؟ ایا زه له تاسې زیات یم! ماته یې ویل قرآن شریف کېږده مازديګري به نور ورزش کوو د سر په ښورولو مې د هو ځواب ورکړو یو څه مې ملګری ؤ شناخت مې له نورو بندیانو له ده سره ډېر وه ویل یوه قیصه درته کوم ستا د تسلیت لپاره، ویل یې دین په مُفت نه ګټل کېږي ، د ځان لپاره د بګرام زندان ویاړ بوله زه یې چې ونیولم له ماسره یې زما مور او یوه پیغله خور هم ونيوله اوس خبر شوم چې مور مې له زندان ازاده شوي خو خور مې تر اوسه په چهل ریاست کې بندې ده ستونی مې بیخي وچ شو له لاس یې ونېولم په ژړا شو او ویل یې په خور به مې اوس کم حالت تېریږي سخت د امتحان ځای و،په سوچ کې لاړم ماویل کم وحشت پاتې شو چې په دې ولس ونشو له لاس یې ونيولم ویل یې پاڅه ورزش وکړه…

نور بیا

پنځمه برخه – قاري صدام بهیر

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *