Connect with us

افغانستان

د باغونو اقتصادي ګټې

Published

on

افغانستان یو زراعتي هېواد دی او ۸۰ سلنه وګړي يې په کرنه بوخت دي، میوې او سابه يې دکرنې اوباغدارۍ مهمه څانګه جوړوي او دکرنې یو مهم سکتور بلل کېږي او د هېواد په ملي اقتصاد کې ستره ونډه لري، د (۱۳۵۰) هـ ش کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان د میوو صادراتو ونډه له ۳۷ سلنې زیاته وه او د طبیعي بوټو په ګډون یې ټول صادرات ۴۵ سلنه جوړوي،میوې يې په پراخه سواګریزه کچه روزل کېږي او په ۱۴۳ زره هکټاره ځمکه کې د میوو کلني تولیدات۹۲۰ زره ټنو ته رسېدلی وو. سره له دې چې د افغانستان د میوو په روزنه کې د کرنې پرمخ تللې ټکنالوژي په کار نه ده اچول شوې خو بیا هم میوې په کې زیاتې تولیدېږي. ځکه د افغانستان اقلیم د میوو د تولید لپاره خورا مساعد دی. میوې داسې اقلیم ته ‌‌اړتیا لري چې په دوبي کې يې ورته هوا توده وچه او د ورځې له پلوه پرېمانه لمر ولري او ژمي يې څه نا څه سوړ وي، د میوې ونې د ګل کولو څخه د میوو تر پخېدو پورې له لندې او باراني هوا سره حساسیت لري. یعنې په ډول ډول فنکسي ناروغیو اخته کېږي، له نېکه مرغه افغانستان هم کټ مټ هم داسې اقلیم لري،چې په دوبي کې يې هوا وچه او توده وي، بارانونه نه کېږي لمر ډېر وي او ژمی څه نا څه سوړ وي. په افغانستان کې د کرنې پرمختللې ټکنالوژۍ څخه پرته میوې په لویه تجارتي کچه تولید او روزل کېږي . د میوو باغونه د افغانستان د ټولو ولایتونو په توپير روزل کېږي، د بیلګې په ډول کندهار، هرات، اروزګان، زابل،غزنی، وردګ، پروان د نورو ولایتونو په پرتله د میوو په تولید کې زیات مشهور دي، ونې او باغونه يې د میوو زیات مقدار تولید وي د دې لپاره چې په افغانستان کې باغداري علمي بڼه غوره کړي او په یو جریب ځمکه کې د میوو د تولید اندازه د نړۍ له نورو هېوادونو سره سیالي وکړای شي. هدف ته د رسېدو لپاره فني کدرونو او علمي خپرونو ته اړتیا لیدل کېږي د دې تر څنګ د میوو باغونه، ځنګلونه چې د جنګ پناه ځایونه یې جو‌ړول تر ټولو نورو کرنیزو بوټو ډېر زیانونه لیدلي دي او بیا جوړونې او رغونې ته ‌‌ډېره اړتیا لري. د پورتنیو کارکوونکو او باغ لرونکو له دې لارو چارو د مینه والو، بزګرانو او هیواد والو زدکوونکو د لارښوونې لپاره لارښود دی.
د باغونو اقتصادې ګټې
باغونه د ډېرو اقتصادې ګتو لرونکي دي،باغداران کولای شي له خپلې ځمکې په کال کې میوې، سابه او هم ځینې غلې دانې واخلي.
دباغونو ګټې په لاندې ډول دي.
۱- څرنګه چې باغونه په خپله شنې ونې دي او د باغونو په کرلو سره ونې زیاتېږي نو د چاپېریال او هوا په پاکولو او چاپېریال ته په ښکلا ورکولو کې مهمه ونډه لري.
۲- د باغونو په کرلو سره خاوره د ویجاړېدلو څخه ساتل کېږي، په ځانګړي ډول هغه خاورې چې د باد او باران په وسیله ډېرې ویجاړېږي .
۳- باغ د نورو فصلونو او نباتاتو په پرتله زیات کار ته اړتیا نه لري.
۴- د باغ للون او څانګي غوڅونې په پایله کې د تیر لرګي په لاس راځي او کورنۍ ستونزې هوارې او اړتیاوې پرې پوره کېږي.
۵- د غلو دانو او سبو په پرتله يې حاصلات په لوړه بیه پلورل کېږي که چېرې په یو جریب ځمکې د حاصل بیه د یو جریب باغ د میوې د حاصل سره پرتله کړو، نو وبه ګورو چه یو په دری برابره حاصل ورکوي . د بیلګې په ډول که په یو جریب باغ کې د زردآلو نیالګي کرل شوي وي او هر نیالګی يې په منځني ډول ۴۰ کیلو ګرامه حاصل ورکړي او یو کیلو ګرام میوه په ۱۵ افغانیو وپلورل شي نو یو جریب باغ به په کال کې ۳۳۰۰۰ افغانیو حاصلات ورکړي وي خو که د بلې خوا د غله جاتو د حاصل قیمت وګورو چې په یو جریب کې په منځني ‌ډول ۱۲۰ منه غنم حاصل ورکړي او یو من په ۷۰ افغانیو او د یو جریب غنمو بوس چې په ۳۰۰۰ افغانیو وپلورل شي،نو یو جریب ځمکی به ټول ۱۰۹۵۰ افغانیو حاصلات ورکړی وي، نو معلومه شوه چه باغونه د غله جاتو په پرتله درې برابره زیات حاصل ورکوي.

پوهنیار محمد فرید « فرهمند »

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *