Connect with us

بېلابېلې لیکنې

افغاني لونګۍ د تاریخ په اوږدو کې

Published

on

هرهېواد د نورودودیزوعنعناتوترڅنگ د لباس په برخه کې هم یولړخاصې ځانگړتیاوې اومشخصات لري چې دهغه له مخې په ملي اونړیوالومحفلونو کې په آسانۍ سره پیژندل کېدای شي ، که څه هم ځینې وگړي له لباس پرته دجنس اوظاهري بڼې پربناهم له پوښتنې پرته پیژندل کېږي لکه تورپوستي افریقایان په خپلو دنگوتوروڅیروقوي هیکلونوژرپیژندل کېږي چې حبش دي اویا تورپوستي امریکایان دي، ترڅنگ د چین اوجاپان وگړي په گردومخونو، ټیټوقدونواوناستوپزوله ورایه پیژندل کېږي چې چینایان اوجاپانیان دي ، عرب ترپوندو پورې په اوږدو چپنواونریو دری خطه اوڅلورخطه چلتارونوپیژندل کېږي چې عربان دي ، زموږ خبره په افغاني لباس کې دلونګۍ د اهمیت اوماهیت په اړه چې زیاتره افغانان یې په سرکوي ، را تکیه ده ، ځکه لونګۍ دښاري اوکلیوالي افغانانود تفاخرترټولولوړه بېلګه ګڼل کېږي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو پرې پېژندل کېږي چې افغانان دي ، لونګۍ په افغانستان په دری ډوله ده چې یویې پخپله لونګۍ ده چې د جوړښت له مخې په خطونواو پټوښایسته شوې وي اوپه منظمه توگه د یوې کلکې ټوپۍ (خولۍ ) لپاسه د نیغې شملې په پریښودلوسره تړل کېږي چې زیاتره علماء قومي مشران اوبا رسوخه متنفذین یې په سروي . دوهم پټکی دی چې ساده جوړښت لري له خولۍ پرته ترسرتاویږي اود جنیسیت په لحاظ هم له دومره ارزښناک (تیکې) څخه نه وي جوړشوی له هرډول تیکې اورخت څخه جوړیدای شي اوعادي اوعام وگړي یې په سرکوي ، درېیم (ټیسر) دی چې جوړښت یې په مخصوص ژېړ وزمه رنگ سره ساده خوتیکه یې له لونګۍ څخه هم لوړه بیه لري ټیسرپه سرلویه (کوټه) جوړوي د هېواد د سهیلي برخواوپه تیره بیا د ماورای ډیورند پښتانه لکه وزیر، مسید، داوړ اونورقومونه یې په سروي خوپاته دنه وي چې له وسمنو خلکوپرته غریبان یې نشي په سرولای . دسهیلي آسیا په زیاتره هېوادونوکې آن له اسلام څخه د مخه لونګۍ اوپټکي رواج درلود او د اسلام د سپیڅلي دین په راتگ سره دغه روایت لاپسې پیاوړی شو ځکه لونګۍ یا پټکی سنت طریقه هم وگڼل شوه اوپخپله جناب رسول الله مبارک به هم اوه متره اوږد نخي پټکی په سراوه ، دشلمې میلادي پیړۍ په پیل کې په افغانستان باندې د نړۍ د تیري کوونکو دنظامي تهاجم ترڅنگ فرهنگي تهاجم هم راغی او په ترڅ کې یې د مترقي لباس ترعنوان لاندې (ددریشۍ ـ شپوخولۍ) په سرول نوی مترقي موډ وگڼل شو آن تردې چې ځینوپخوانیوافغاني (امیرانو) به هم د بهرنیانوڅخه په تقلید اود هغوی د خوشحالوپه خاطردرسمي لباس په بدلون له نیکتایې اودریشۍ سره یوځای لونګۍ هم په سرکړې وه اوله ځانه به یې د خندا وړکاریکاتورجوړ کړی و چې دې پروسې ژردولتي ټیټ رتبه مامورینو ته هم سرایت وکړ ځکه د هغوی په لباسونو کې به هم په لوړه کچه د تقلید دا ملنډې لیدل کېدې ځکه په یوه وخت له لونګۍ سره د دریشي او نیکتایی استعمال عام معمول وګرځېد .
د زمانې په تېرېدوسره کله چې افغان امیرانو خپل رسمي القاب له امیرڅخه پاچا ته واړول نو د لونګۍ په ځای یې مخصوصو خولیوته ترجیح ورکړه امیرحبیب الله خان خولۍ په سروله ، عبد الرحمن خان نیکټایي او لنګۍ دواړه استعمالول او پلاریې امیرشیرعلي خان د لوړې خولۍ شوقي و خو امان الله خان خولۍ اولونګۍ دواړه خوښول ، کله به یې خولۍ په سروله کله لونګۍ ، نادرخان بیا نشان لرونکې خولۍ استعمالوله ، خواعلی حضرت محمد ظاهرخان دریشي اغوسته اونوربه په سرتورسر گرځېده ، د لودیځ په موډ دریشي نه یوازې دمحمد ظاهرشاه او محمد داود خان د واکمنۍ په مهال عامې شوې ، بلکې تریوه بریده یې جبري بڼه هم خپله کړه هیڅ ماموربې دریشۍ شعبې ته نشوای تلای ، دافغاني اصیل فرهنگ داغوا لپاره ددریشۍ اغوستولوته دا وخت دومره ترجیح ورکړل شوه چې د وخت په سینما گانوکې به په اصتلاح په (لوژبالا ) کې بې دریشۍ کسان اصلا نه پریښودل کېدل ، د روسي اشغال پروخت لونګۍ دکمونستانو لخوا ددوی په ذعم د ارتجاعي عناصرو لباس وبلل شوه اوهغه چا به چې لونګۍ په سرکوله په اخواني به هم متهم کېده او زندان ته به اچول کېده خو بیا هم که دغه فرهنگي تهاجم هرڅومره زورور اوپه شدت د لودیځوالواوکمونستان لخوا پر افغانانو راغی د (لونګۍ ) په بشپړله منځه تللو ونه توانېدل ، په افغاني ټولنه کې ، که د لونګۍ په لرغونتیا و غږیږونوپه آریایایي مدنیت کې هم لونګۍ موجوده وه کله به چې هلک د بلوغ سرحد ته ورسېد نولونګۍ ورپه سرکېدله ، اوکمربند به ورتړل کېده اصیل اوبومي افغانان له لونګۍ سره اوس هم دومره مینه لري چې د تفاخرپه تظاهریې په بهرنیوهېوادونوکې د ودونواومحفلونوپه مهال د خپل دودیزفرهنگ دځلولوپه خاطرپه سرکوي .
میرویس خان نیکه ، احمد شاه ابدالي اوامیردوست محمد خان هم لونګۍ په سرکولې چې خورا ښې او ښایسته ورسره ښکارېدې ، له بل پلوه که د یوچا منظمه لونګۍ په سر، وي نوخلک یې هم درناوی کوي ځکه ښه اومعمره ښکاریږي .لونګۍ په پښتوادبیاتوکې ډیره یاده شوې ده اوپه تیره بیا شمله په متلونوکې هم ډیره ستایل کېږي مثلا وایي د فلانکي له فلانکي سره د خپلې لانجې د حل لپاره ډیرشمله وراوبریتوررا وستلي ول ، لونګۍ د ډول ډول اصیلو موادوڅخه جوړیږي خوښې لونګۍ وریښمنې وي چې په ترکیب کې یې دوریښمو فیصدي زیاته وي ، اوس زیاتره وریښمنې لونګۍ له ملتان او فیصل آباد څخه افغانستان ته را وړل کېږي اوملتان ته یې ورېښم او نورخام مواد له چین څخه راځي ، پخوانۍ لونګۍ د وریښمینولنگیوترڅنگ له نخ اوسنډ څخه هم جوړېدې خو اوس پلستر، میکس او وریښم ټول د لنگیو خام مواد جوړوي، ښه وریښمنه لونګۍ اوس په بازارکې تر ۳۵۰۰ افغانۍ پورې بیه لري ، پخوا هراتیو اومشهدیولنگیو ډیرلوړنوم درلود آن د نمونې لپاره به مشهدۍ لونګۍ د افغانستان له لارې هند ته تللې اوهندوانوبه سرولې ، داتڼ د نارویوسروکی هم و چې ویل به یې « ماته راوړه مشهدی تورې لونګۍ » په هند کې په ښه کیفیت لونګۍ جوړېدې اوهغه به هم افغانستان ته راتلې او ددغه هېواد له لارې به ترمشهد پورې به رسېدې ، خوله یوه ملک نه بل ته د لنگیو وړلو او راوړلو ډېره گټه درلوده ځکه دهنرونوپه شریکولوسره د ظرفیتونو لوړېدل حتمي خبره ده ، په پیښورکې هم په مخصوص جوړښت تارې لونګۍ جوړېدې چې یوازې مومندواود پیښورپخوانیو سپین ژیرو په سرکولې ، په کابل کې هم ښې ، ښې لونګۍ جوړېدې چې تاراونورمواد یې له بهرڅخه را تلل اورنگ آمیزي یې دلته په کابل کې کېدله ، خوپه افغانستان کې د لنگیو استعمال د پخوا په پرتله اوس بیرته ډیرشوی دی ، که په آسیایي هېوادونو کې دلنگیو بگروند ترمطالعې لاندې ونیسو ، داسې معلومیږي چې لونګۍ د عربو، ترکانو ، افغانانو اوهندوستان د خلکوترمنځ د زرگونوکلونو د مخه یوگډ فرهنگ و ، په دغه څلورو واړو هېوادونو کې چې د اسیایی هېوادونو تقریبا ستره برخه جوړوي لنگیو کلک رواج درلود ، په خاص ډول افغانستان کې لونګۍ په سرکول له ډیرو پخوا زمانو د پښتنو، تاجکو، ازبکو، ترکمنو او بلوچو ترمنځ رواج درلود خو په عربو کې د زمانې په تیریدو سره لونګۍ یا پټکي خپل ځای چلتارته پریښود ښايي هلته به د گرمۍ له وجې دا بدلون راغلی وي خوپه هند کې دسکانو ترمنځ لونګۍ په سرول له هماغه پخوا څخه بیا ترنن پورې کلکه مذهبي روایت دی چې یوځل وتړل شوه بیا به نه ړنگیږي او چیرې احیانا د کوم چا لخوا د هندو(سک) لونګۍ وغورځول شوه نو دا ددوی د مذهبي روایت له مخې سترمذهبي جرم گڼل کېږي او په پښتنو کې هم د لونګۍ غورځېدل لویه بې غیرتي اوجرم گڼل کېږي او د غیرت په حکم زموږ د ملک به سهیلي پښتونخوا کې هم دا روایت دی چې که د کوم چا لخوا د چا له سره لونګۍ وغورځوول شوه نولوی پوربه پرې کوي ، چې دا د افغانانو اوسکانو افغانستان ته د اسلام له راتگ څخه د مخه یو مشترک روایت دی ، یا په بل عبارت په افغانستان او هندوستان کې په لنگی ننگ د آریایانو له زمانې په میراث را پاته شوی دی .

حیات الله حلیم

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *