Connect with us

بېلابېلې لیکنې

‏د ستراتېژیک تحلیل بنیادي اصول لومړۍ برخه

Published

on

نړیوال نظام ته چې د محقق او ارزوونکي په رول کې ځير شئ، د شطرنج لوبې د میدان مثال لري.‌ په دې میدان کې د نړۍ ۱۹۲ هېوادونه (له صهیونستي اپارتاید رژیم پرته) ژوند کوي او ټول په نړیوال سستم کې د خپل قدرت او ځواک د زیاتولو په هڅه کې دي. واړه هېوادونه په خپل شا او خوا کې په ټیټې سطحه د ځواک په لاسته راوړلو بوخت دي، هغوی چې د سیمې په کچه دي، د سیاست دایره یې د سیمې تر پولو پراخه ده، یو شمېر بیا هغه دي چې اجنډا یې نړیواله ده، د دوی د ستراتیژۍ اډانه هم پراخه ده. یاد هېوادونه په خپل ګاونډ، سیمه او نړۍ کې د ځواک پراخولو په خاطر چې کوم سیاست کوي، بهرنی سیاست یې بولي. دلته د یوې مسئلې روڼتیا مهمه ده چې نړیوال سیاست له ډيپلوماسۍ سره فرق لري. بهرنی سیاست Foreign Policy هغه تګلاره، ستراتیژي او مسیر ته ویل کېږي چې یو هیواد یې د خپل لوی هدف تر لاسه کولو لپاره تنظیموي. ديپلوماسي Diplomacy هغه هنر، تکتیکونه او له وسائلو استفاده ده چې د یو هېواد د بهرني سیاست په کامیابولو کې ترې ګټه پورته کېږي. په عمومي ډول د بهرنیو چارو وزارت او بهرنۍ استازولۍ د بهرني سیاست نه،بلکې د ډيپلوماسۍ چارې پر مخ وړي.
د هدف لاسته راوړلو په خاطر د هېوادونو اساسي‌ عنصر د دوی بهرنی سیاست دی چې د یو هیواد د ټاکل شويو اهدافو لاسته راوړلو په خاطر خپل راتلونکی اوږد مهاله مسیر او تګلاره ترسیموي. د بهرني سیاست د ترتیب عمده عنصر د نړیوال سستم سم تحلیل او ارزونه ده. که چېرې ارزونه او تحلیل سم او ستراتیژیک نه وي،‌ هېواد نه شي کولای په آسانه توکه په نړیوال سستم کې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
په دې لیکنه کې زه د ستراتیژيک تحلیل په څو بنیادي اصولو بحث کوم چې ښايي له پالیسي سازانو سره د وضعیت د ارزولو په برخه کې مرسته وکړي.
نړیوال سيستم کې د ځواک انډول ته پام کول
د ځواک انډول ته پاملرنه او ارزونه یې د ستراتیژیک تحلیل په برخه کې له ټولو مهم او ستونزمن کار دی. نړیوال سيستم ته د شطرنج مثال ځکه ورکول کېږي چې په دې لوبه کې باید لوبغاړی د ټول میدان تحلیل ولري او د میدان د دانو د ځایونو په باب پوره خبر وي تر څو وکولای شي خپله دانه په داسې شکل وکاروي چې د مخالف جهت د ستراتیژۍ ښکار نه شي. د نړیوال سیاست لوبه عین لوبه ده.لرغوني‌ پېر کې د ځواک انډول د تمدنونو تر منځ وه خو ترتیب یې تر ډېره داسې ؤ چې دوی له یو بل سره نه ؤ تړل شوي، ګټې یې له یو بل سره نه وې نښتې، یو تمدن یا پاچاهۍ کولای شو چې په ځانته ځان ژوند وکړي. بهرنی سیاست تر ډېره مهمه موضوع نه وه.
د اسلامي تمدن په دور کې د پیغمبر ص په لویې ستراتیژۍ کې بهرني سیاست ډېر رول درلود ځکه هغه مهال د ځواک انډول مهم بحث ؤ. د رومیانو او فارسیانو تر منځ به همېش د دمشق او بغداد په لارو جګړې کېدلې تر څو یو د بل په وړاندې په لویو تجارتي‌ لارو ډېر نفوذ ولري. د اسلام پیغمبر ص چې کله د اسلامي‌ تمدن اساسي‌ ډبرې کېښودې په ډېر دقت یې د نړې لوی ځواکونه څارل، د دوی تر منځ بلانس یې ارزاوه او دوی لپاره یې په خپلې ستراتیژۍ کار کوه.‌ له دې امله د بعثت له اولې ورځې د مکې تر فتحې او بیا له وفات وروسته اصحابو ته د شام د جګړې سپارښتنه د پیغمبر ص د لویې ستراتیژۍ هغه پړاوونه ؤ چې دی یې پرې خپل هدف ته رساوه.د ناپلیون له جګړو وروسته او له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې چې کله نړۍ له تمدنونو څخه په هېوادونو او دولت – ملت بدله شوې وه، د اروپایانو تر منځ د ځواک د انډول بحث ؤ. په دې موده کې انګرېز په خاص ډول د اروپا د څلورو نورو قدرتونو تر منځ د بلانسر رول لوبوه. کله چې دا بلانس خراب شو، لومړی نړیواله جګړه ونښته. له لومړی جګړې وروسته هم بیا بلانس ترتیب نه شو تر څو چې دوهمه نړیواله جګړه وشوه او بلانس د شوروي او امریکا تر منځ ترتیب شو. په ټوله سړه جګړه کې د شوروي‌ او امریکا تر منځ بلانس د دواړو طرفونو هستوي‌ اسلحو وساته، له دې امله دوی د مستقیمو جګړو پر ځای په یو او بل ځای کې نیابتي جګړې کولې.د سړې جګړې او بیا د امریکا د یکه تازۍ په وخت کې هم سیمه يیز او نړیوال نظمونه او د ځواک انډولونه ؤ چې وړو هېوادونو هغوی ته په کتلو سره خپلې پالیسۍ ترتیبولې.دا مهال چې د امریکا یکه تازي مخ په ځوړ ده، روسیه په اوکراین کې جګړه کوي، چین په سوېل او شرقي چیني سمندرګي کې د ټکر په پولو ولاړ دی. په سیمه يیز سیاست کې منځني قدرتونه د بریکس په شکل راپورته کېږي، اقتصادي محور له غرب څخه د شرق په طرف راروان دی، منځني ختیځ کې لوی تغيیرات راتلونکي دي، د ټکنالوژۍ او مصنوعی ځیرکتیا بحثونه روان دي؛ د یو لوی نظم او د ځواک د انډول د بدلون نښې دي.د نړیوال میدان خوی دا دی چې د ځواک انډولونه په کې همېش د تغيیر په حال کې وي. کله دا تغيیرات واړه او کله لوی خو د یو هېواد لپاره د دې اړتیا ده چې یادو تغيیراتو کې وتوانېږي فرصتونه پیدا کړي او له ننګونو ځان وساتي. دا چاره تحلیل ته اړتیا لري او دا تحلیل باید د شطرنج په میدان کې د ځواک د انډولو له زوایې وشي تر څو یو هیواد وکولای شي خپل فرصتونه نغد او له ننګونو ځان وساتي.
د ځواک د انډول په تحلیل کې له طرفدارۍ ځان ساتل
نړیوال نظام کې د انډول تغيیرات او بدلونونه هغه وخت درک کېدای شي چې کله دوی له بې طرفه زاویې وکتل شي ځکه چې دا بدلونونه په واقعي نړۍ کې رامنځ ته کېږي. که چېرې یو شخص یا ارګان یاد بدلونونه د یوې خاصي فکري حلقې، آیډیلوژیکو عینکو، او شخصي تمایلاتو له زاویې ګوري؛ نه شي کولای چې واقعیت پیدا کړي. ستراتیژیک تحلیل او د نړۍ او سیمې د ځواک د انډولونو مسیر له بېلا بېلو مالوماتو او تاریخي شواهدو په رڼا کې کتل کېږي. که چېرته یو ارګان یادې پېښې د تاریخ د صفحو او د کره مالوماتو پر ځای د خپلې خوښې له مخې ویني، نه شي کولای هغه څه پیدا کړي چې په واقعي نړۍ کې جریان لري. ځینې وخت یوه داسې واقعه وشي چې په شخصي ډول د یو انسان د تمایل مخالفه وي، د دې مانا دا نه ده چې واقعیتونه هم د دې له شخصي تمایل سره بدل شوي‌ دي. واقعیتونه پر خپل ځای دي،خو که شخصي تمایلاتو د یو ستراتیژیست منطق او شعور متأثر کړ، په نتیجه کې د مسائلو په اړه د واقعي تحلیل ځواک له لاسه ورکوي.
له دې امله ډېره مهمه ده چې د پېښو د تحلیل په وخت کې شخصي تمایلان او فکري باورونه یو څنګ ته پرېښودل شي.
له بې محاسبې او بې پلانه ټوپ ډډه کول په ستراتیژیک تحلیل کې مهمه ده چې له بې پلانۍ نا محاسبه شوي ټوپ څخه ځان وساتل شي. دا چاره هغه مهال رامنځ ته کېږي چې کله یوه کتله پر خپل قدرت دومره باور پیدا کړي چې د عقل له دایرې ووځي. ستراتیژستان په عمومي ډول حالت په داسې شکل ارزوي چې مخکې او وروسته پوره محاسبه ورسره تړلې وي. ښايي یو کار د یو هېواد لپاره په لنډ مهال کې ګټه کوي خو په اوږد مهال کې یې تاوان دومره زیات وي چې دا ګټه په لومړۍ جوپه کې له ځان سره وړي. هېڅ هوښیار ستراتیژست په داسې مواردو کې د لنډ مهال لپاره د اوږمهالو کټو قرباني کولو ته نه حاضرېږي. دا مشکل په عمومي ډول د سیاسیونو وي چې غواړي د کریډیټ او عامه فکر په خاطر لنډ مهاله ګټو ته ترجیح ورکوي. څیړونکي او ارزونکي باید له دې مرضه ځان ساتې ځکه دا چاره هغه عقلي تګلاره باندې تأثیر کوي چې تا له واقعیت سره نږدې ساتی. د شطرنج د میدان په څېر باید هره خبره او عمل له کړنې مخکې پوره محاسبه شوی او پلاني تر سره شي.په اروپا کې د ناپلیون، هټلر، جنرال پیټن او په شرق کې ورته رهبرانو همداسې د قوت په مرحله کې د عقل پر ځای له احساساتو کار اخستی چې د دوی د ناکامۍ سبب شوی.له تعمیم او ټولیز قضاوت څخه ځان ساتل
د سیاسي مسائلو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه عمومي او ټولیز تحلیل کول انسان له واقعیت څخه لرې وړي. مثلاً په یو ملت کې د دوی د یو مشهور عادت له مخې د هغې ملت په ستراتیژۍ قضاوت کول سم کار نه دی. که چېرې پرته له نښانو او شاخصونو داسې عمومي تحلیل وشي، ښايي نتیجه یې منفي او د یو هېواد د لویې ستراتیژۍ د ناکامۍ سبب وګرځي. ټولیز قضاوتونو په شرقي ټولنو کې د حجرې او دېرې د بحث رواج دی چې اکثره یې مالومات له ضعیفو منابعو تر لاسه کېږي او واقعیتونو سره ډېره ډډه نه لګوي. هغه څوک چې غواړي د نړۍ په مسیر کې د خپل هیواد لپاره ارزونه چمتو کړي، مهمه ده چې له تعمیم ځان وساتي.د پېښو پر ځای په مسیر تحلیل کول/پېښې په متن کې مطالعه کول د تحلیل په برخه کې یوه لویه ستونزه چې پام ورته اوړي په پېښو تحلیلونه دي. د ځینو خلکو لپاره د تحلیل مالومات یوازې پیښې وي. د یادو خلکو فکر او تحلیل له هرې پېښې سره بدلېږي. که نن پېښې مثبتې وې، د دوی تحلیل هم مثبت وي. که پېښې منفي شوې، د دوی تحلیل هم منفي وي. په دا شکل تحلیل کول د مسیر او پالیسي له تحلیل څخه انحراف دی. د یو ستراتیژست دنده دا ده چې د پېښو پر ځای د مقابل لوري پالیسي او مسیر تحلیل کړي. پېښې کله کله په تکتیکي لحاظ د یو ضمني هدف تر لاسه کولو لپاره هم جوړېدای شي خو هغه هېڅ مهال د مخالف طرف پالیسي نه وي. ښايي ځینې پېښې دې لپاره هم راپورته کړای شي چې د عام فکر له مسیر څخه منحرف کړي. ممکن ځینې د دې لپاره اوبه خړې کړي چې خپل ماهیان پکې ښکار کړي. پېښې د بېلا بېلو ضمني‌ اهدافو لپاره جوړېدلای شي چې همېش د یو هیواد د پالیسۍ ښکارندوی نه وي. که چېرې یواځې د پېښو ارزونه وشي ښايي تحلیل له واقعیت څخه لرې او ستونزمن راڅرګند شي. د ستراتیژیک تحلیل لپاره مهمه ده چې د پېښو پر ځای د مسیر تحلیل وشي. د دې اړتیا ده چې د تحلیل په وخت کې د یو هیواد علیا ګټې، نړیوال او سیمه يیز بلانس کې رول، تاریخي او تمدني داعیې، تاریخي کړنې، هدف او د پېښو تسلسل په نظر کې ونیول شي تر څو د دې ټولو مسائلو په نتیجه کې یو تحلیلګر وکړای شي‌ د مسائلو بېخ ته ورسېږي او بیا د یاد تحلیل په بنیاد خپله ستراتیژي ترتیب
کړي.

– عبدالحی قانت

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *