Connect with us

افغانستان

د شور اندام سیمنټو فابریکې چارې په چټکۍ روانې دي

Published

on

په کندهار کې د سيمنټو جوړېدونکې فابریکه به تر ډېره افغانستان له بهره د واردېدونکو سیمنټو له اړتیا خلاص کړي. د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسئول سید محمد سرور له شريعت ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دغه ولایت په شورـ اندام کې جوړېدونکې فابریکه به د ورځې ۳ زره او ۶ سوه ټنه سیمنټو د تولید وړتیا ولري.
هغه وویل: « اوس موږ د سیمنټو غټ واردوونکي یو، که په بندرونو کې هېواد ته د راواردېدونکو توکو لاریو ته وګورې، په سلو کې به لس خامخا د سیمنټو وي، نو د دې فابریکې په جوړېدو سره به په دغه برخه کې د خودکفایۍ حالت ته ورسېږو.»
د معلوماتو له مخې، د سیمنټو دغې فابریکې د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کانونو اوپټرولیم وزارت افغان نبي زاده خصوصي شرکت ته سپارلې وې، په چټکۍ سره روانې دي. سید محمد سرور وویل، چې د چارو تر بشپړېدو وروسته به په دې فابریکې کې ۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. د سرور په وینا، دغه فابریکه چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت پرې راځي، د شورـ اندام غره تر څنګ په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوې او د راتلونکي کال په وروستیو میاشتو کې به عملاً په تولید پیل وکړي. سرور په څرګندو ټکو وویل، چې افغان نبي زاده شرکت پخوا هم په کندهار کې د سیمنټو فابریکې د جوړولو غوښتنه کړې وه،خو تېر نظام یې لاسنیوی نه و کړی. هغه دغه راز زیاته کړه، چې اسلامي امارت د دوی په خوښه د شور ـ اندام غره سره څېرمه،چې د سیمنټو لپاره پرېمانه خام مواد لري، ځای ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو هم ویلي وو، چې په کندهار کې د سیمنټو فابریکې په جوړېدو سره به په هېواد کې دننه د سیمنټو اړتیا تر ډېره پوره او له بهرنیو هېوادونو به د سیمنټو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راشي.
د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسئول وویل، چې د سیمنټو د دغې فابریکې تر څنګ د درمل جوړولو، ټوکر اوبدلو او ځینو نورو فابریکو د جوړولو چار هم روانې دي، چې کولی شي موږ د بهرنیو له اړتیاوو خلاص او پر ځان بسیا کړي.
د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې په یاد ولایت کې د سنو فارما په نوم د درمل جوړولو یوې فابریکې هم په کار پیل کړی و. د دغې فابریکې رئیس محمد سعید صدیق ویلي و، چې کارونه یې د عامې روغتیا نړیوال سازمان او جي.ام.پي له بین المللي سټنډرډونو سره برابر دي. نذیر میب

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *