Connect with us

ادب

قنا عت

Published

on

زه په دې فخر کــــــــــــــــومه چې انسان یم
شکرشکر چې رښتینی مسلــــــــــــــــمان یم
دا په ماهــــــــــــــــــم د الله (ج) مهرباني ده
زږیـــــدلی چې په کـــــــــورکې دافغان یم
مــــــیړنتوب کې مې مــــــــثال په دنیا نشــته
زه د ســــــتروکارنامو یو قــــــــــــــهرمان یم
د چا حـــــــق باندې تیری هېڅکله نه کــــړم
هریو حکم ته زه ژمن د پاک قــــــــــــرآن یم
د چا ظلم ته مې سرټیټ کـــــــــــــړی نه دی
فطرتي داسې هست کـــــــړی پاک سبحان یم
آزادي زمـــــــا لیـــــلا زه یې مجـــــــنون یم
دغه مینه کې زه تیر تـل له خـــــــــپل ځان یم
دغه لاره کې آزمـــــــوینه ما ورکــــــــــــــړې
په تــــــــــاریخ کې تل فاتــــح ددې میدان یم
د نړۍ هریرغلګرمې ګـــــــونډه کــــــــــــړی
دغـــــــــه کار کې نــــــــړیوالو ته عیــان یم
که څوک بیا مې کـــوږ نظر مالــــت ته وکړي
زه په داسې دښمن تــنـدر د آســـــــــــمان یم
ګاونــــــــډیان دې ګاونټوب راســـــــره پالي
حســــــن نیت ته یې د ښــــــه نیت په بیان یم
نـــــړیوال دې هم په کــــــم نظر نه ګــــوري
زه لمـسی د (احمدشاه) تراوسه ځــــــــوان یم
که څوک شومــــې موخې مـــــــوږ لپاره پالي
بیا یې دوه دیــــرش غـــــاښونو ته ســــندان یم
چل، دوکه ، ظلـــــــــــــم او زیاتی منلی نه شم
زه د حــــــق او حقیقــــــــــــت په لار روان یم
ای درویـــشه په خپل حــــــــــق قناعت ښه دی
زه د بل حق کې خــــلاف دهــــــــــــر زیان یم

شاه محمود درویش

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *