Connect with us

ادب

غزل

Published

on

دقیامت لور ته روانه پیړی ښکاري
هلاکت ته دجنګونو لړی ښکاري
دزړه حال دحال په ژبه درته وایې
دقال ژبه دتعریفه ګونګی ښکاري
دظلمونو انتهاء ته ورنژ دې یو
په وحشت کې رالتاړه نړی ښکاري
پر غزه دقتل عام وحشت چې وینو
دا دسترو نوښانیو کیلی ښکاري
دایمان په تله سپک درانه واکمن سوه
دنفاق سره یې زړه او مری ښکاري
حماقت یې په عمل کې راڅرګندسو
بې مغزو یې دپوهی نه کوپړی ښکاري
دمهدې او ددجال لښکري راغلي
دنصرت او دبایللو ټالی ښکاري
ضعیف ګوري دسور سورنابودې ژغ ته
اسرافیل ورسره لویه شپیلی ښکاري

عبدالسلام ضعیف

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *