Connect with us

ادب

شعر له حکمته تر شعاره !

Published

on

لکه چې معلومه ده انسان په خپل ذات کې د عقل، شعور، فکر، احساساتو او عواطفو یوه لویه زېرمه لري چې د خپل خالق د علم، حکمت او قدرت پر اساس هر چاته په بېلابېلو کچو ورکړی شوې او بیایې هماغسې هر یوه ته په مختلفو ډولونو او جلاجلا طرزونو د بیان، څرګندولو او نوروته رسولو استعداد هم ورکړی. د بیان د همدغو طرزونو له جملې یو هم شعر دی چې د دې استعداد او هنر خاوندان یې په خپل خپل اسلوب تر نورو رسوي او پرډېرو ترڅه بریده اغېز هم ښیندلی شي. شعر د انساني تاریخ په اوږدو پړاوونو کې همېشه خپل کردار لوبولی ځکه دا هنر د انساني احساساتو او عواطفو په لمسولو، پارولو او هڅولو کې ژور تاثیر لري او ځینو شعرونو کله کله د یوې بشپړې ټولنې تاریخ او بر خلیک هم بدل کړی دی. تردې چې زموږ د سپېڅلو دیني لارښوونو له مخې هم څه شعرونه له حکمته ډک بلل شوي. البته حقیقت هم دادی چې کله شعر له ابتذاله پاک او د انسان په هدایت، اصلاح، اخلاقي مکارمو او معنوي سپیڅلتیا کې استعمال شوی او خپل افایت، جامعیت او کرامت یې ساتلی نو دا ډول شعر ابدیت هم ګټلی او خپل درنښت او قداست یې ساتلی. دمثال په ډول تاسې د رحمان بابا، سعدي، مولانا بلخي، خوشال خان او داسې نورو اشعار درواخلئ چې څرنګه په هر مجلس او هر منبر کې په تکراري ډول اورېدلی او لوستلی شي خو بیا هم نه څوک پرې ستړیږي او نه ترې مړیږي. ځکه دا ډول اشعار پر عقل، حکمت، انساني سلیم فطرت او واقعي مصالحو بناء دي. خو بل لورته هغه مبتذل اشعار چې د مادي هوسونو او تکلفي فرمایشاتو پر اساس ویل شوي، ښایي څه موقتي اوریدونکي ولري خو عمریی لنډ او د خریدارانو څه درک یی نه لګیږي. مطلب هغه مهال چې په شعر کې هدف او مقصدیت نه وي او له معنوي ابتکاراتو هم خالي وي بیانو هغه شعر نه بلکې تش یو تکراري شعار او کلیشه یي قوافي او ردیفونه دي. له بده مرغه زموږ د اوسنیو اشعارو بڼه تر ډېره حده د شعر په نسبت شعارته ډېره ورته لیدل کېږي. مثلاً که همدغو درې – څلورو لسیزو کې پر خپلو اشعارو سر سري شانته نظر واچوو نو که څه هم د وخت له غوښتنو سره سم حماسي او جهادي اشعارو ته اړتیا محسوسه او خورا ژوراغېز یې هم درلود خو کله چې له اندازې ور زیات شول نو طبعاً شعاري بڼه یې غوړه کړه. دغه راز بل لورته بیا د اشغالګرو او هغوی د کورنیو حامیانو په تشویق او تمویل چې یو شمېر شاعرانو د بهرنیو یرغلګرو په موجودیت کې تکلفاً د دفاعي جهاد او جګړې پر خلاف شعرونه ویل او خلک یې سولې ته دعوتول، دا هم کاملاً بې اغېزې او په یقیني توګه یوازی شعارونه وو چې فقط د څو پيسو ترلاسه کول پکې هدف و. بیا تر هغو ورځو را په دې خوا له فتحې را وروسته بیا هم د بازار او مارکېټ په غرض د زیاترو شاعرانو له خوا له شعر نه د طالب ستاینې شعار جوړ او ترڅه حده د دربار چاپلوسي او غوړه مالي پکې ورګډه شوه. همدا رنګه په شعر کې د تکلف او شعاریتوب یو بل مثال هغه نظمونه او شعرونه هم دي چې مختلفو دیني محافلو کې د نعتیه کلام په نامه د ځینو شاعرانو له خوا ویل کېږي او د چندو راغونډولو هدف یې له ورایه نارې وهي. دا ډول شعرونه که څه هم د مذکور په لحاظ ډېر اوچت دي خو څرنګه چې تکلف، تکرار، ریا او شعار پکې ډېر څرګند دي نو طبعاً پیکه او بې اغېزې ښکاري. دغه شان د تکلف او شعاریت په لړ کې دا مهال د زیاترو شاعرانو له خوا د کلام ظاهري صنعت، لفظ پرستي او یوازې د قافیې او ردیف د سمون هڅه هم یوه ستره نیمګړتیا ده چې موږ او تاسې یې زیاترو اوسنیو مشاعرو کې په څرګنده محسوسولی شو. بنا پردې د شعر د ښکلي هنر خاوندانوته لازمه ده چې خپل اشعار له هر ډول ابتذال او تکلفه پاک، له اوچتو اخلاقي ارزښتونو ډک او پرداسې ټولنیزو اصولو او معیارونو برابر کړي چې د نړۍ پر مخ د انسان د موجودیت تر مهاله خپل قدر او ارزښت له لاسه ورنه کړي. زموږ شاعرانوته بویه چې د یو مؤمن او ژمن داعي په حیث خپل مخاطبین له هر ډول غفلت، لهو ولعب، خرافی او منحرفو افکارو، بې سنده انګېرنو او ناروا پارونو څخه وژغوري او په دې توګه خپل اشعار هغه قالب ته واچوي کوم چې په نبوي کلام کې هم حکمت ورته ویل شوی دی. لنډه دا چې زموږ هر شاعر که خپل اشعار له دې ډول تکلفاتو وساتي او له خلکو سره د رښتینې خواخوږۍ پر بناء یې لوړو اخلاقي مکارموته وبلي، بې له شکه چې خپل اشعار به یې له موقتي شعاریته خلاص کړي او په ټولو انساني پرګنو کې به یې ابدیت ورته ګټلی وي.

فاروق غلجی

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *