Connect with us

ادب

د هېواد آبادي

Published

on

د وطن بزګره ستا قيمتي لاس دی
ستا تڼاکه په ورغوي کې الماس دی

د هيواد د آبادۍ مهندسانو!
ستاسو ګوتو کې جادو دی او ښه خاص دی

د رفاه او پرمختګ ذمامدارانو
اچولی مو اغيارو ته وسواس دی

شيطانانو پسې څار نجم الثاقب دی
پاس ختلی پر مرۍ د هر خناس دی

د حريت لمر راختلی پر افق دی
د توحيد بيرغ رپاند له ټولو پاس دی

حلميار فطرت له ټولو څخه کړی
دې نظام ته د دعاوو التماس دی

حمدالله حلميار (فطرت)

 

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *