Connect with us

نړۍ

روسیې په اوکراین کې له شمالي کوریا څخه ترلاسه کړې وسلې کارولې

Published

on

د اوکراین، امریکا او انګلستان په ګډون لسګونو هېوادونو ادعا کړې، چې ګواکې د تېر کال د ډېسمبر پر ۳۰ مه او د روان کال د جنورۍ پر ۲ مه روسي ځواکونو په اوکراین کې د شمالي کوریا له لوري ترلاسه کړي بالستیک توغندي کارولي دي.
دغو هېوادونو د شمالي کوریا له لوري روسیې ته د وسلو ورکړه د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او دغه ادعا شوې چاره یې غندلې ده.
دغو لسګونو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیي په خپرولو سره ویلي، چې د شمالي کوریا دغه کړنه د اوکراینیانو کړاونه زیاتوي، له روسیې څخه ملاتړ څرګندوي او د اټومي وسلو د نه کارولو تړون کمزوری کوي.
دوی اندېښنه ښودلې، چې د شمالي کوریا دغه کړنه به د هند ـ ارام سمندر، کوریا ټاپووزمې، اروپا او د شیمې پر امنیت بد اغېز وکړي.
د کرېملېن ویاند دیمیتري پسکوف بیا د یو خبري کنفرانس پر مهال په دې اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې غلی پاتې شوی او څه یې نه دي ویلي او د شمالي کوریا چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *