Connect with us

افغانستان

اقتصادي ټیکاو اړین دی

Published

on

د حکومتولۍ په ارکانو کې ستر او بنسټیز رکن اقتصادي بسیاینه ده. په یوه هېواد کې ډېر وخت هغه مهال نارضایتي او سرکشي زیاته شي،چې د دولت خزانې تشې وي او د سبا لپاره سپما نه وې شوي. د اسلامي امارت په واکمنېدو دا تصور بيخي محال و،چې افغانستان دې بیا ځلې اقتصادي ټیکاو ته ورسېږي او له خپلې کورنۍ بودیجې به د قوشتیپې او سالنګونو په ګډون د لویو پروژو بیارغونه وشي. د بانکي سکټور بیارغونه او له مړژواندي حالته یې ايستل، دولتي مامورینو ته د معاشونو ورکړه، معیوبو او د شهیدانو کورنیو لاسنیوی او کلنۍ پیسې، په هېواد کې د سلګونو لویو او وړو پروژو پیل؛ دا ټولې چارې پرته له شکه چې استثنایي او معجزه یي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند تازه ویلي چې اوس ۱۰۰ هېوادونو ته بېلابېل افغاني توکي صادرېږي او اسلامي امارت له تېرو دونیمو کلونو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ډېرۍ هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او توانېدلی څو نږدې سلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي چې په تېر کې اووه سلنه صادرات له هېواده بهر صادرېدل، خو اوس دغه کچه ۲۳ سلنې ته لوړه شوې او د تېر زیږدیز کال له پيل راهیسې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي. جواد څرګنده کړې چې په تېر کې به ۸۰ سلنه توکي له پاکستانه وارېدېدل خو اوس یې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې شته او ټول سوداګریز بندرونه د افغانستان پر مخ خلاص دي.
په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي چې د ټاپي پروژې د عملي پیل لپاره شرایط تر بل هر وخت اوس ښه چمتو شوي دي. په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د پیل او د کارونو د چټکۍ په موخه چمتو شوې وه، د هیواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور وویل چې افغانستان ددې پروژې د پیل ملاتړی دی او له هېڅ همکارۍ درېغ نه کوي. شیخ دلاور د ټاپي پروژه د غړو هېوادونو لپاره یوه ګټوره پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې افغانان د دې پروژې ملاتړ کوي. په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر هم په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې د خپل هېواد ژمنه اعلان کړه.
د ټاپي پروژې د چارو له پیل سره به نه یوازې دا چې افغانستان به د ترکمنستان له ګازو پرېمانه استفاده وکړي؛ بلکې هر کال به په میلیونونو ډالرو د ټرانزېټ حق ترلاسه کوي. د دې پروژې په بشپړاوي به د ترکمنستان ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، بیا پاکستان او له هغه ځایه به هند ته انتقالېږي.
اوس هغه تصور او طلسم مات دی چې خدای مه کړه افغانستان به د اقتصادي ستونزو پر ګرداب ورګډ شي. دا لومړی ځل دی چې افغانۍ د ټیکاو لوړ اوج ته رسېږي او همداشان خوراکي او نفتي توکي تر بل هر وخت ارزانېږي. د روان لېږدېز کال په لیندۍ کې د بلومبرګ په نامه یوې څېړنیزې ادارې د نړۍ د اسعارو پرتلنه کړې وه چې افغانۍ یې د نړۍ په غوره اسعارو کې وشمېرله.
بلومبرګ په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده کړه چې د ټولې نړۍ د اسعارو په اړه یې څېړنه کړې چې افغانۍ پکې د باارزښتې کرنسۍ په توګه ځانګړی دریځ خپل کړی.
دوی وایي چې د افغانۍ ارزښت له تېر څخه اوس ته ۱۴ سلنه لوړ شوی. دوی حیران دي چې له ننګونو او بندیزونو سره د مخ یوه هېواد کرنسي څنګه دا لوړ مقام ترلاسه کوي.
څېړنه له ګاونډيو او د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو پر چلښت بندیز، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، بشري مرستې او نور هغه مهم سببونه یاد کړي چې افغانۍ ته یې ارزښت وربښلی . دوی ویلي چې د افغان دولت له خوا د مارکیټ کنټرول، د انفلاسیون مهار او افغانستان پراخه سوداګري هغه نور علتونه دي چې د افغانۍ ټیکاو یې زیات کړی.
دېر خلک دې ته حیران دي،‌ چې د یوه داسې هېواد چې واکمن حکومت یې تر اوسه نړۍ کې یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، میلیاردونه ډالر شتمني یې بهر کې کنګل ده او خلک یې له لوږې او بې وزلۍ سره لاس وګرېوان دي، په پیسو کې داسې ځانګړي څه دي چې د تېرو دریو میاشتو پر مهال د نړۍ په کچه تر ټولو ښه خپل ارزښت وساتلی شي؟
اوس چې لوېديځ نږدې پر ټولې نړۍ ولکه او اقتصادي رعب لري، په ټوله دنيا کې امريکايي ډالر، د هېوادونو د اسعارو لپاره معيار دی او ډالر د نړيوالې سوداګرۍ لپاره له ټولو غوره کرنسي ګڼل کېږي، آن چين چې په اقتصادي ډګر کې د امريکا ستر سیال دی، په نړیواله سوداګرۍ کې له ډالر پرته بل اپشن نه لري. د سیمې په کچه افغانۍ یوازینۍ کرنسۍ وه چې د ډالرو پر وړاندې یې غوره دریځ خپل کړی.
شاوخوا میاشت وړاندې د افغانستان د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ یو پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو، سواګري، ټرانزیټ، په چابهاربندر کې د افغانستان د ونډې زیاتول او د ایراني پانګولو را جلبولو په موخه تهران ته سفر وکړ. له ایران سره د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د ورېښمو له لارې له چین سره د ایران نښلول او همداراز د افغانستان له لارې له ازبيکستان سره د ایران نښلول، له ایرانه تر کندهاره د اوسپنې پټلۍ غځول، له نشه یي توکو سره ګډه مبارزه، له افغان بزګرانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې مرسته او د ګمرکونو ۲۴ ساعته فعالیت او… د دغه سفر مهمې لاسته راوړنې وبللې. د دغه سفر ستره موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو بیارغونه وه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې پر هغو وارداتي توکو یې مالیه لوړه کړې چې افغانستان کې تولیدېږي او د کوردننه بسنه کوي. د وسپنۍ پټلۍ ادارې په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسپنې د کرښو غځونه به افغانستان په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا او له انزوا وساتي. مالیې وزارت وایي چې هغو سوداګرو ته د پینځه کلونو لپاره مالیه معافوي چې هېواد ته بېرته راګرځي. دا د هیواد جوړونې او د ځان بسیاینې لپاره د هغو هلو ځلو کوچنی څرک دی چې موږ راواخیست. اوس د سیمې هیوادونه او نړۍ لېواله ده چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې او لا وغځوي.

لیکوال: خالد افغان

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *