Connect with us

دینې لیکنې

د قرآنکریم ادبي اعجاز

Published

on

قرآنکریم ګڼ اعجازونه لري، یو اعجاز یې ادبي اعجاز دی، او لامل یې دادی چې د اسلام د راتلو په زمانه کې ادب لوړ پوړ ته رسېدلی و.
د موسی علیه السلام په زمانه کې کوډې لوړ پوړ ته رسېدلې وې نو الله تعالی د معجزې په توګه داسې امسا ورکړه چې ټولې کوډې یې ماتې کړې، د قرآن هم یو اعجاز دادی چې د عربو د ادب غرور مات کړي، د سوره نور یو ایت شریف ولولئ او بیا د قرآنکریم د ادبي اعجاز پر اړه هم غور او فکر وکړئ، له ما خو یې د لوستي ادب ټول تشبیهات او ادبي انځورونه هیر کړي دي، ژباړه :: ( الله (تعالی) د ځمکې او اسمانونو نور دی، مثال د نور د ده داسې دی لکه په یو تاق کې چې ډېوه وي، دا ډېوه په شیشه کې وي او دا شیشه لکه یو ځلېدونکی ستوری وي او بلېږي د زیتون له یوې مبارکې ونې (تیلو) نه، چې نه په ختیځ کې ده او نه په لوېدیځ کې، نږدې ده چې دا تيل پخپله رڼا وکړي، سره له دې چې اور ورته ونه رسېږي، دا د رڼا د پاسه بله رڼا ده
الله تعالی د خپل نور خواته هغه څوک بیايي چې خوښه یې شي او الله تعالی د خلکو لپاره مثالونه بیانوي،او الله (پاک) پر هر څیز پوه دی.

لیکنه: مصطفی سالک

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *