Connect with us

سرمقالې

د مشرانو د خیر سپارښتنې هيله بښونکې دي !

Published

on

که څه هم د اسلامي امارت ټولو مشرانو همېشه دخیر اونیکۍ خبرې کړې اوتل يې مسؤلین اوعوام اخلاص، زغم ،تواضع او ښېګڼې ته هڅولي، خو دهمدې تېرې یوې اوونۍ په څو ورځو کې چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د مدرسو فاضلانو ته څه توصیې شوې، په هرات اوفراه کې چې ولسي غونډوته ځینو مشرانو څه خبرې کړې او دغه راز د کورنیو چارو وزیرچې د ولایاتو ویاندویانو ته کومې سپارښتنې وکړې یاهغه بیانونه چې دفاع وزیر یې وخت پروخت د مجاهدینو بېلابېلو غونډو کې ورکوي، یقیناْ چې د ګرد افغان ولس لپاره خورا زیات هیله بښونکي دي او که خدای کول زموږ دهېواد اونظام لپاره د نېکمرغۍ یو ښه زېری ګڼل کېدای شي. ځکه حقیقت هم دادی چې دغومشرانو له تېرو څو لسیزو راهیسې په خپل ځان هم زښته ډېرې ستونزې لیدلې ، قربانۍ یې ورکړې اودبې وسۍ شپې ورباندې تېر شوې. نوداسې معلوميږي چې د دوی خبرې واقعاً له زړه راوځي اوهمداوجه ده چې د خلکو پرزړونو هم اغېزکولای شي. مطلب داچې داډول د خیر سپارښتنې د مشرانو پراخلاص دلالت کوي اوترکله چې په مشرانوکې اخلاص، تقوا، خواخوږي او روڼتیا موجوده وي، ترډېره حده به يې ترلاس لاندې مسؤلینو کې هم پورتني صفات موجود وي او رعیت کې به
هم صلاحیت اونیکي شتون لري، ځکه دا خوثابته ده چې عوام د خپلو حاکمانو پردین چلیږي. خو په بل صورت خدای دې نه کړي کله چې عام ولس خپلو چارواکو اومشرانو کې غداري، خیانت، حرام خوري، عیاشي، بې انصافي ،تکبر او له بیت المال سره بې احتیاطي وویني ، بیا نو طبعاً د عوامو اخلاق هم ډېر ژر خرابیږي اودا شان ټول هېواد په شر اوفساد ولړل شي. په دې اساس مشرانوته لازمه ده چې په خورا جدي توګه د خپل نفس په څارنه مصروف اوسي اوهېڅکله له خپلې ځاني مراقبه او محاسبې غافل نه شي. په دې لړکې زموږ لپاره هم دخپل هېواد تېروڅلورولسیزو بوږنونکې پېښې له بلا درسونو اوعبرتونو ډکې دي اوهم د نورې اسلامي نړۍ خصوصاً دشام اوخلیج روانې ناخوالې. دا وخت موږته په کارده چې کشران اومشران د نظام په اصلاح اوټینګښت کې داسې اوځار اوبيدار اوسو لکه چې د ډېرو قیمتي غميو یوه بوجۍ مو په شاکړې او دشوکمارانو په یو ډک بازار کې روان یو.
موږباید همېشه دا واقعیت په یاد ولرو چې هم په چم ګاونډ اوهم د نړۍ په لرو برکې زښته بد دښمنان اوحاسدان رانه تاو، په کمین کې ناست اوهره شېبه زموږ دکور ورانولو پردسیسو لګیادي. البته موږ پردې الهي وعده هم کلک باوري یو چې ترڅو په موږکې ایمانداري، تقوا اوصبروي، د دښمن دسیسې به خامخا شنډې اوناچله وي. ځکه په دې صورت کې بیا حتماً د رعیت ملګرتیا اوملاتړ هم حتمي وي اوترڅو چې عوام اوحاکمان سره همکاراوهمغږي وي څښتن تعالی يې مل او بیا دښمن هم داسې محکم صف ته د ورننوتلو نه جرئت کولی شي اونه لارموندلی . پاک خدای دې ټول اسلامي امت هم دغه شان منظم اومتحد کړي.

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *