Connect with us

نړۍ

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو په ژر وتلو ټینګار وشو

Published

on

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني یو ځل بیا له دغه هېواد څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په ژر وتلو ټینګار کړی.نوموړي ویلي، چې هېواد یې عراق کې د امریکا په مشري د نړیوالو ځواکونو د وتلو په لټه کې دی.ښاغلي السوداني له رویټرز سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې عراق کې د دې ځواکونو شتون به د سیمه‌ییز کړکېچ په لړ کې د عراق د بې‌ثباتي لامل شي.محمد شیاع السوداني رویټرز ته ویلي: “اړتیا ده چې اړیکې مو بېرته ورغول شي، تر څو هېڅ داخلي او بهرني لوري ته د عراق او سیمې د بې‌ثباتي پلمه پاتې نشي.”د نوموړي په وینا؛ د امریکا په مشري د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهال‌ویش باید د خبرو اترو او تفاهم پر بنسټ وټاکل شي.د عراق لومړي وزیر ویلي: “موږ نه غواړو چې د دې تړون پای ته رسېدل دې د امریکايي ځواکونو د شړلو په مانا وي، بلکې غواړو چې دا پروسه د تفاهم او خبرو اترو په داسې ډول ترسره شي، چې امریکايي ځواکونه په خورا طبیعي بڼه ووځي.”

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *