Connect with us

دینې لیکنې

د جناب رسول اکرم«ص» یاران

Published

on

مسلمانو ورونو د جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د څلورو یارانو په هکله، د لاندې یو څه لنډ معلوماتو وړاندې کول به ستاسو د قدرمنو لوستونکو د معلوماتو په بډاینه کې بې اغیزې نه وي:
•حضرت ابوبکرصدیق«رض»:
ابوبکرصدیق«رض» لومړی صحابي دی چې خدای پاک د جبرائیل په واسطه باندې هغه ته سلام را لیږلی، لومړنی مفتي او لومړنی حج هم ابوبکرصدیق«رض» کړی دی، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وایي: زما له امتیانو څخه به لومړی جنت ته تلونکی شخص ابوبکرصدیق«رض» وي، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به د ابوبکرصدیق«رض» زیات احترام کولو، ابوبکرصدیق«رض» دخلافت په خپله دوره کې د اسلام بیرغ تر یوولسولکو میليونوکیلومترو پورې ورساوه، نوموړي ته یو یهودي په وریژو کې زهر ورکړل. د ابوبکرصدیق «رض» کالي له زړو کمپلونه جوړشوي ؤ چې د تکمو پرځای یې له اغزیو نه کاراخیست، فقیرانه ژوند یې خوښیدلو، کله به یې چې قرآن لوستلو ژړا به ونیو، لومړنی صحابي دی چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستی شو، نورو اصحابانو ابوبکرصدیق «رض» زیات خواښاوه.
د ابوبکرصدیق«رض» پوهه:
عایشه«رض» وایي: کله به چې صحابه کرامو په کومه خبره کې اختلاف کولو حضرت ابوبکرصدیق«رض» به هغه حل کوله، دمثال په ډول کله چې وویل شول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چیرته دفن او ښخ شي؟ په دې باره کې له هیچا سره معلومات نه وو، په دې وخت کې ابوبکرصدیق«رض» وویل : له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې واوریدل چې ویل یې: هرپیغمبرچې وفات شوی نو په هماغه ځای کې چې وفات شوی ښخ کړای شوی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میراث په هکله یې اختلاف وکړ، له هیچا سره په دې باره کې علم نه ؤ په دې وخت کې ابوبکرصدیق«رض» وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې واوریدل چې ویل یې: له مونږ پیغمبرانو څخه میراث نه وړل کېږي، څه مو چې له ځان نه وروسته پریښودل صدقه دي.
•امیرالمؤمنین حضرت عمر«رض» :
حضرت عمر«رض» دوولس کاله خلافت وکړاو لومړنی شخص ؤ چې د امیرالمؤمنین په لقب باندې ونومول شو، اود رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوانه په فاروق سره ملقب شو، لومړنی عدالت کوونکی او لومړنی زړور مسلمان ؤ چې د خدای پاک عبادت یې په ښکاره ډول له ویرې پرته اعلان کړ، شرابو خوړل یې منع کړل ، لومړنی له خدای نه ویریدونکی واکمن ؤچې د شپې به یې د مسلمانانو د کورونو احوال معلومولو چې څه ستونزه لري.د حضرت عمرفاروق«رض» د خلافت په دوره کې لیبیا، مصر، فلسطین، اردن، عراق او د ایران زیاته برخه فتح شوه.
د حضرت عمر«رض» پندونه:
حضرت عمر«رض» وایي: کله چې کوم کارکوې تاته لیکل او ساتل کېږي، کله چې دې بدي وکړه ورپسې نیکي وکړه، څه شی چې تا په تکلیفوي ځان ترې لرې وساته، صالح او ښه ملګری انتخاب کړه، په دروغو قسم سپک او عادي مه ګڼه چې خدای به دې هلاک کړي، څه چې تا پورې اړه نه لري مداخله په کې مه کوه، خپل راز دې له ملګري نه وساته مګر امین ملګری.
د چا چې خندا زیاته شي هیبت یې کمېږي، څوک چې ټوکې کوي سپک ګڼل کېږي، د چا چې خبرې زیاتې شي غلطۍ یې ډېرېږي، د چا چې خطاګانې او غلطۍ ډېرې شي حیا یې کمېږي، د چا چې حیا لږه شي پرهیزګاري او تقوا یې کمېږی، او د چا چې تقوا لږه شي زړه یې مري.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: انسي او جنسي شیطانان مې ولیدل چې له عمر«رض» څخه تښتیدل.
حضرت عمر«رض» وویل: له خوړو او څښونکو څیزونو څخه د خیټې ډکول د بدن د خرابوالي او په لمانځه کې د سستۍ د مرض درامنځته کیدلو سبب ګرځي، باید په خوړلو او څښلو کې منځ لاري وکړئ ولې چې د بدن لپاره ښه او له اسراف نه لرې دی.
حضرت عمر«رض» وویل: انسانان په درې ډوله دي: لومړی هاغه خلک چې پاک لمني، عاجزطبیعت، د ښې رایې او ښه نظرڅښتنان دي، کله چې مشکل او ستونزې سره مخامخ شي د خپل فکراو اند سره یې په ښه ډول سرته رسوي.دویم ډول هاغه دي چې ښه رایه نه لري، اما د کوم کارپه وخت کې له لایقو او د ښو رایو له څښتنانو څخه مشوره اخلي.
درېیم هاغه ډول خلک دي چې نه پخپله پوهېږي او نه له خلکو څخه مشوره اخلي.
•حضرت عثمان غني«رض»:
حضرت عثمان بن عفان «رض» خپله ټوله شتمني او سرمایه د خدای په لاره کې لګوله، او هغه دوولس ورځې کم دوولس کاله خلافت وکړ، لومړنی صحابي ؤ چې په خپله دوره کې یې د اسلام بیرغ تر(۴۴ لک) میله مربع ځمکې پورې ورساوه، حضرت عثمان«رض» د کنان بن بشیر لخوا په شهادت ورسید.
د حضرت عثمان بن عفان«رض» ژوند:
د عثمان بن عفان«رض» د خلافت په دوره کې طبرستان، بلوچستان، افغانستان، ګرجستان، آذربایجان، قبرس، د افریقا ځینې برخې او… فتح شول، عثمان«رض» ته د ذوالنورین لقب ورکړل شوی، یعنې هغه څوک چې د دوو نورونو څښتن شو، په دې معنا چې اول یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې لور سره نکاح وکړه او کله چې هغه وفات شوه بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله بله لور هغه ته په نکاح کړه او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل: په خدای قسم که مې سل لورګانې درلودلی نو یوه بلې پسې به مې هغه ته ورکړې وای.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: په خدای سوګند چې عثمان زما د امت د اویازره کسانو لپاره چې دوزخ ته ځي، شفاعت کوي ترڅو ټول د ده د شفاعت په وسیله جنت ته داخل شي. همدارنګه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل: عثمان زما د امت ترټولو با حیا او عزیز شخص دی.
د عثمان غني سوداګري او رښتینولي:
د حضرت ابوبکرصدیق«رض» دخلافت په دوره کې وچکالي راغلې وه، عثمان«رض» د خوراکه موادو او غنمو کاروان له شام نه مدینې ته راووړ، سوداګر راټول شول او عثمان«رض» ته یې وویل: دا مواد په مونږ باندې خرڅ کړه مونږ به د هرجنس په بدله کې لسو څخه تر دوولسو درهمو پورې زیات درکړو، حضرت عثمان«رض» وویل: نن له هغه چا سره معامله کوم چې له دې څخه زیات راکړي، هغوی وویل: له مونږ څخه زیات څوک نشي درکولای مونږ خو لوی سوداګریو، حضرت عثمان«رض» وویل: زه له خدای سره معامله کوم چې هغه اوه سوه چنده زیات ورکوي. هماغه وو چې ټول غنم او خوراکه توکي یې په نیستمنو او فقیرانو باندې وویشل. افسوس د نن ورځې په سوداګرو.
•حضرت علي اسدالله:
حضرت علي«رض» لوی پهلوان ؤ، او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته یې زیات احترام کاوه، او له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه یې زیات شیان یاد کړي وو، د رسول الله«ص» د تره زوی او زوم ؤ، حضرت علي«رض» څلورکاله، نهه میاشتې او یوه ورځ خلافت وکړ او د ابن ملجم لخوا په شهادت ورسید، د حضرت علي«رض» د خلافت په دوره کې اسلامي حکومت تر ۲۵ لکو میل مربع ځمکې پورې ورسید.
د حضرت علي«رض» پندونه:
حضرت علي«رض» وایي: عقل تر ټولو ښه غنا او توانمندي ده، او حماقت تر ټولو ستر فقر دی، ځان ښودنه ترټولو خطرناک وحشت دی، ښه اخلاق غوره دوست او عقل بهترین یار دی، عقل غوره ملګری دی، ادب تر ټولو غوره میراث دی، هره ورورولي(اوملګرتیا) پریکېدونکې ده مګر هغه ورورولي چې له تمې نه پرته ولاړه وي.
حضرت علي«رض» وویل: څوک چې د سهارلمانځه نه وروسته لس ځل «قل هوالله احد» ولولي په همدې ورځ به ګناه ترې ونشي که څه هم شیطان خپله هڅه او کوښښ وکړي.حضرت علي«رض»وویل: خدای دې مونږ ته په دنیا کې نیکه او صالحه ښځه راکړي، نعمت شکر پورې تړلی دی او شکر زیاتوالي او ډېرښت پورې، او دواړه بیا یوې رسۍ پورې تړلي دي ترڅو چې شکر له بنده څخه پري نشي زیاتوالی او ډېرښت به هیڅکله د خدای له طرف نه پري او قطع نه شي.
حضرت علي«رض»وویل: باید په نیکیو باندې امر او له بدیو څخه نهی وکړئ، او د خدای په امر کې جدي اوکوښښ کوونکي اوسئ، که نه نو داسې قوم به په تاسې باندې کامیاب شي چې تاسو به تعذیب کړي او خدای به هغوی تعذیب کړي.
حضرت علي«رض»وویل: خیر دا نه دی چې مال او اولاد دې زیات شي، بلکې خیر دادی چې پوهه دې زیاته او زغم دې لوی شي.
حضرت علي«رض»ویلي دي: ریاکار او ځان ښودنی درې نښې لري: کله چې تنها وي د امت لټ وي، کله چې خلک ووینی چالاک او بانشاط شي، که څوک یې وستایي خپل عمل زیاتوي او که څوک یې ورټي خپل عمل لږوي.
د حضرت علي«رض» ځوانمردی او تېریدنه:
یوه ورځ حضرت علي«رض» په جنګ کې یو کافر را څملولی ؤ، هغه کافرسړي د حضرت علي«رض» مخ ته لاړې تو کړې، علي«رض» له خپل مخ څخه لاړې پاکې او توره یې په تېکي کې کړه، کافر پوښتنه وکړه چې ولې دې زه ونه وژلم؟ علي«رض» وویل غوښتل مې د خدای د رضا لپاره دې ووژنم خو که اوس دې ووژنم نو دغوسې او انتقام په خاطر به مې وژلی وې، او پیغمبرصلی الله علیه وسلم داسې تعلیم مونږ ته نه دی راکړی، وروسته بیا کافرسړی مسلمان شو.
حضرت علي«رض» لومړنی ماشوم ؤ چې مسلمان شو، او فاطمه«رض» یې په نکاح کړه، فاطمه«رض» د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت نه شپږمیاشتې وروسته وفات شوه.
حضرت علي«رض»وایي: پنځه څیزونه له ماڅخه یاد او په جدي توګه پام ورته وکړئ:
۱- هیڅ انسان څخه اسره اوهیله مه لرئ، بلکې ټول امیدونه مو د نړۍ پالونکي پورې وتړئ. ۲- له هیڅ شي نه مه ویریږئ پرته دخدای له مخالفت او ګناه څخه.
۳- د څه شي په هکله چې نه پوهیږئ له پوښتنې کولو څخه مه شرمیږئ.
۴- که پوهان او عالمان د کومې پوښتنې په ځواب پوه نشي ودې وایي چې الله پوهیږي(والله اعلم) شرم دې نه کوي.
۵- صبر د ایمان یوه برخه ده.
حضرت علي«رض» له ویده کېدلو نه مخکې درې ځل آیت الکرسي تلاوت کوله،
حضرت علي«رض»وایي: فکر نه کوم چې څوک دې په اسلام کې پیداشوی او یا دې د عقل څښتن وي او د آیت الکرسي له تلاوت کولو نه مخکې دې ویده شي، کاشکې پوه شئ چې دا آیت زمونږ پیغمبر ته د عرش لاندې خزانې څخه ورکړل شوی او بل هيچاته نه دی ورکړل شوی، او زه یوه شپه هم د آیت الکرسي له درې ځل تلاوت کولو نه مخکې ویده شوی نه یم، او زه یې د خوب پرمهال د وترو په دوو رکعتونو کې
تلاوت کوم.

شاه محمود

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *