Connect with us

دینې لیکنې

رواني جګړه او په نبوي سيرت کې يې ځينې بيلګې: حمدالله فطرت

Published

on

کله چې قريشو په احد کې تر اويا زيات صحابه په شهادت ورسول، مسلمانان يې مات او نسبي بريا يې تر لاسه کړه؛ بېرته د مکې پر لور فاتحانه وګرځېدل، پر لاره يې په الروحاء سيمه کې پړاو واچاوه، دلته قريشو پر دې بحث کاوه چې بېرته پر مدينه دوهم ځل بريد وکړي کنه؟
د ابو سفيان په شمول اکثرو مشرانو دا نظر وو،چې بايد بېرته د مدينې پر لور ور وګرځو او نيم پاتې کار مو سرته ورسوو، ځکه محمدﷺ او ملګري يې اوس هم ژوندي دي، د قريشو قافلې لا هم خوندي نه دي او اقتصادي حصار به دوام لري، د مسلمانانو لښکر ژوبل او مورال يې بايللی همدا د بريد کولو له ټولو ښه فرصت دی!
خو رسول ﷺ هم ارام نه و، ناست د جګړې په سبا يې پر ټولو هغو مسلمانانو غږ وکړ، چې په احد غزا کې يې شرکت کړی و، بايد ټول د مشرکينو تعقيب لپاره اماده شي، د مسلمانانو څيرې له خوښې وپړقېدې، که څه هم ژوبل او د جګړې شيمه په کې نه وه خو د رسول اللهﷺ دغې بلنې ته يې په خورا خوشالۍ لبيک ووايه او د دښمن تعقيب لپاره اماده شول؛ الروحاء ته نژدې په حمراء الاسد سيمه کې يې پړاو واچاوه، د خزاعه قبيلې يو تن د معبد الخزاعي په نوم يو کس مکې ته روان و،چې په حمراء الاسد کې يې له رسولﷺ سره وکتل او رسول اللهﷺ ورڅخه وغوښتل چې قريش د مسلمانانو له تعقيبونکي پوځ څخه ووېروي، معبدالخزاعي د قريشو په وېرولو کې ډېر مهم رول ادا کړ، کله چې الروحاء ته ورسېد ابوسفيان ته يې وويل: مسلمانان په زيات شمېر کې چې په دومره زيات شمېر کې ما پخوا هېڅکله نه وو لېدلي، سخت غوسه او د انتقام په لټه ډېر ګړندي راروان دي، هغه کسان چې پرونۍ جګړه کې نه وهم ورسره دي، داسې ښکاري لکه ټوله مدينه چې مو په تعقيب راوتې وي!
د معبد سناريو قريش سخت ووېرول او د قبيلوي کسات څخه د ځان ژغورنې لپاره قريشو پرېکړه وکړه چې مکې ته روان شي، د شپې رسول اللهﷺ خپل لښکر ته امر وکړ،چې ډېر اورنه بل کړي تر څو د لښکر شمېر څو چنده زیات معلوم شي، ابوسفيان مخکې تر دې چې د مسلمانانو لښکر ورورسېږي ډېر ګړندی خپل پړاو پورته او د مکې پر لور په حرکت شو.
رسول اللهﷺ درې ورځې نور هم همدلته منتظر شو،چې د قريشو له بل ممکنه بريده ډاډه شو بېرته مدينې ته راستون شو.

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *