Connect with us

ادب

سپين بيرغونه

Published

on

سپين بيرغونه رپېدل ته نه وې
غربي ځواکونه تمبېدل ته نه وې
ستا قربانيو رنګ راوړی وروره
چې سره لاله را ټوکېدل ته نه وې
ته خو په پیل کې شهيد شوې ګرانه
چې ستا صفونه پخېدل ته نه وې
ستا سنګرونه لا تودېږي پسې
چې په لکونو ځارېدل ته نه وې
کلي بانډې دښتې درې او غرونه
چې په سرو وينو لمبېدل ته نه وې
تا خو ارمان یووړ له ځانه سره
غربي دېوان را پرځېدل ته نه وې
تا خو خپل ځان که له اسلامه قربان
کفري سرونه ټيټېدل ته نه وې
ته خو الله ته شولې وصل وروره
خو چې په تا پسې درتلل ته نه وې
وحشي ځواکونو دلته سر کړ ښکته
چې له باګرامه تښتېدل ته نه وې
ستا یتیمان چې بې اسرې پاتې شول
چې حنيفيان پرې ځورېدل ته نه وې

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *