Connect with us

تاریخ او جغرافیه

لومړنۍ درې ورځې اوربند

Published

on

۱۳۹۷/۳/۲۶ لمریز کال
۱۴۳۹/۱۰/۲ قمري
د نړيوال صلیبي ائتلاف پر وړاندې د جهادي فعالیتونو له پيله داخترونو په مبارکو ورځوکې مجاهدینو خپل عملیات ترډېره د صفر درجې ته راټیټول خو څرنګه چې حالات ترینګلي وو په دښمن باور نشو کېدلای نو په څرګنده يې د ډزبند اعلان نه کاوه.
د کابل ادارې داختر په څو ورځوکې د اوربند اعلان وکړ نو د اسلامي امارت د نظامي کمېسیون له لوري هم مجاهدینو ته د داخلي عسکرو په وړاندې د اوربند په هکله یو فرمان صادر شو چې داخترپه درېيو ورځو کې په دفاعي حالت کې واوسېږي.
داختر په لومړۍ ورځ د فراه له مرکز څخه ژورنالیستان راسره په اړیکه کې شول چې غواړو فراه رود ته درشو ما هم دفرهنګي کمېسیون له مسؤلینو سره خبره شریکه کړه هغوی هم اجازه وکړله.
که تېرونی نه وم د فراه له مرکز نه شاوخوا پنځه واړه موټرونه چې د خبریالانو ترڅنګ څو تنه محصلین او سپینروبي هم ورسره دي دفراه رود په لور حرکت کوي چې دبالابلوک په سیمه کې نورکسان هم ورسره ملګري کېږي.
کله چې فراه رود ته را رسېږي نو دلته ګڼ شمېر خلک ورسره یوځای کېږي موږ د څو ملګرو سره دبلال خېلو د کوڅې په سرکې د راغلیو مېلمنو دبدرګې لپاره ولاړ وو دوی را ورسېدل روغبړ مو سره وکړ دلته پرټولو خلکو یو ډول کیفیت طارې وو. دډېرو خلکو په سترګو کې د خوښۍ اوښکې ډنډ شوې داسې احساس یې ګاوه چې د هيواد روانې غمېزې پای ومودلی وي.
له جوړ په خېر وروسته د تودنک کلي خواته دامام ابوحنیفه رحمه الله دار العلوم ته روان شوو. په لارې کې مجاهدینو سپين بیرغونه نیولي و او د تکبیر ملکوتي نعرو زموږ د خړکلي فضا رنګینه کړې وه.
مدرسې ته ورسېدو د بازار اوکلي زیات تعداد وګړي راټول شول، دښار نه راغلو خلکو کلیوالو اومجاهدینو ته په حیرت کتل،مجاهدین او کلیوال راغلو مېلمنو ته هک پک وه.
کېدای شی دا لومړی ځل و، چې له اشغال نه وروسته داسې یوه ټولېدنه شوي وي د ښار وګړو له ځانونو سره سپین اودرې رنګه بيرغونه لېږدول، پرغونډه یو بېل کیفیت خپور و هېچا د داسې حالت تصور نه کاوه کېدای شي په لومړي ځل ليدلو دښار نه د راغلو ژورنالیستانو اوځوانانو په زړونو کې د ډېرو پوښتنو ځوابونه حل شوي وي.
وروسته بنده، راغلو مېلمنو ته یوه لنډه وینا واوروله، چې په مختصره توګه په کې دامریکایي اشغال اهداف او د جهاد فرضیت روښانه کړل شو.
همدا راز د افغانانو ترمنځ داخوت، ورورولۍ اویووالي باندې مو ټینګار وکړ او دا لومړی ځل و چې دخبریالانو او هغه وګړو چې دکابل ادارې ترواک لاندې سیموکې اوسېدل اسلامي امارت دریځ په واضحو ټکوکې مخامخ څرګند کړو. همداشان راغلو مېلمنو هم خبرې وکړې او د سولې او افغانانو ترمنځ دپيوستون اوجګړې دخاتمې هيله يې وښوده . دغونډې په پای کې خبریالانو لنډه مرکه اوڅو پوښتنې وکړې او موږ يې ځوابونه ورکړل.
په پای کې مو په داسې حال کې رخصت سره واخیست چې دټولو په خوله همدا د سولې او روانې غمېزې دخاتمې دعا وه.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *