Connect with us

ټولنه اوکلتور

د استعارې او کنايې تر منځ توپير

Published

on

استعاره بليغه تشبيه ده خو يو اړخ يې حذف شوی دی
د پورتنۍ خبرې نه جوتېږي چې په تشبيه کې دواړه خواوې(مشبه، مشبه به) موجودې وي، کله چې يوه هم لرې شي، نو بيا ورته تشبيه نه شو ويلی، بلکې نوی نوم اخلي، استعاره ورته وايو.
اوښکې مرغلرې دي، مرغلرې يې له سترګو راتويې شوې، پسرلي څيرې کړ ګرېوان
د استعارې ډولونه
الف ـ صريحه استعاره: هغه استعاره ده چې مشبه په کې لرې شوی وي او مشبه به په کې پاتې وي
بېلګه: چې په خپلې بېوزلې مې ژړا راغله
مرغلرې مې لمنې کې راتوی شوې
شاعر خپلې اوښکې له مرغلرو سره تشبيه کړي، مشبه (اوښکې) يې لرې کړي او مشبه به (مرغلرې) يې ياده کړې ده
ب ـ مکنيه استعاره: هغه استعاره ده چې مشبه به ترې لرې شوی وي، خو د هغې يو صفت په کې پاتې وي چې مشبه به ته اشاره کوي
بېلګه: پسرلي څيرې کړ ګرېوان
په خندا شو بیابان
حمزه بابا پسرلی له انسان سره تشبيه کړی، بیا یې د انسان له صفاتو څخه ګرېوان او د هغې څېرول راوړي دي.
ج – تمثيلي استعاره: دا په اصل کې تمثيلي تشبيه ده چې مشبه( اوسنۍ حالت او بڼه) ترې حذف شوې او مشبه به چې (پخوانی حالت دی)، د پخوانيو کلمو او بڼې سره ياد شوی وي. دا هغه لنډې ويناوې دي چې په يوې ځانګړې پېښې کې ويل شوي او وروسته يې د متل بڼه غوره کړې ده.
بېلګه: هلته څه کار چې نه کار
دغه متل د يوې ځانګړې پېښې لپاره ويل شوی، خو چې اوس يې موږ کارو، نو په هم هغه کلماتو او بڼه يې د نوي پېښې لپاره کارو خو نوې پېښه نه يادوو. نوې پېښه له هغې زړې پېښې سره تشيه کوو چې دغه خبره په کې ويل شوې ده.
کنايه
د کنايې تعريف: هغه تعبير دی چې حقيقي معنی ترې مقصد نه ده، خو د حقيقي معنی ملازمه معنی ترې اخيستل کېږي
دا نجلۍ پاک لمنې ده، دا له دې نه کنايه ده چې دا نجلۍ سپېڅلې ده، په سر يې خاورې بادولې……
د استعارې او کنايې ترمنځ توپير: په استعاره کې قرينه موجوده وي چې د حقيقي معنی مخه نيسي، کله چې موږ ووايو له سترګو يې مرغلرې راتويېدلې نو دا واضح خبره ده چې له سترګو نه اوښکې راتويېږي نه مرغلرې، خو په (کنايه) کې داسې قرينه نه شته چې د حقيقي معنی مخه ونيسي، مثلاً: دا نجلۍ پاک لمنې ده، کېدای شي چې حقيقي لمن يې پاکه وي، په سر يې خاورې بادولې، کېدای شي چې په حقيقت کې يې په سر خاورې بادولې

شرر ساپی

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *