Connect with us

تاریخ او جغرافیه

د ځوانانو بې درېغه قربانۍ

Published

on

د امریکایي اشغال په خلاف زموږ د جهاد او مقاومت بڼه ډېره ساده او هېښوونکې وه.
په تېر ۱۹ کلن جهاد کې له پرېمانه ستونزو، خنډونو، اقتصادي ناتوانیو او ناخوالو سره یو شی چې هیڅکله یې موږ کمی احساس نه کړ، هغه په جهادي لیکو کې د جنګیالیو ځوانانو فعال حضور وو.
د ټولنې د مختلفو طبقو سره تړاو لرونکي ځوانان په داوطلبه توګه د مجاهدینو صفونو ته راتله، د پوهنتون له محصلینو واخله، بیا د تبلېغي جماعت تر غړو، د مدرسو له طالب العلمانو، ښاري دوکاندارانو، بزګرانو، د شتمنو وګړو د کورنیو د غړو، حتا د اشغال په صف کې د ولاړو افرادو د اولادونو په شمول هر ډول خلک په خپله خوښه راتلل او د امریکایانو په خلاف یې د جهاد کولو هوډ څرګنداوه.
کله چې به د کومو عملیاتو د کولو لپاره د ملګرو د انتخاب او تیارۍ خبره راغله نو د هر یوه به دا هڅه وه، چې د ده نوم په لست کې ولیکل شي، څرنګه چې اسباب، وسایط او اسلحې به کمې وې یا به محدود کسان په کار وو، نو هغه پاتې مجاهدین به سخت ناراضه شول حتا ژړل به یې او تر ډېره حده ورته قناعت ورکول هم ستونزمن کار وو.
د مجاهدینو ترمنځ د صمیمیت، اخوت، ورورګلوۍ او مینې یوه بله دنیا وه، د دې سره سره چې د غلیم په پرتله یې امکانات ډېر محدود وو، د شپې تېرولو ځای یې نه وو معلوم، د زخمیانو درملنه یې ډېره ستونزمنه وه، خو بیایې هم مورال ډېر پیاوړی وو، په فزیکي او ظاهري توګه که ستومانه ښکارېدل، خو معنویات یې ډېر او چت وو.
د دښمن د هر څومره قوت او ټکنالوژۍ په وړاندې یې روحیات له لاسه نه ورکول، د راکټ درې مرمۍ به ورسره وې تا به ویل چې د ټولې نړۍ په پرمختللې عصري تکنالوژۍ سمبال دي، له شهادت، اسارت او ژوبلېدا نه یې هېڅ وېره نه لرله.
بلې! د ټولو تنګدستیو با وجود زموږ زلمیو همدا جهادي صف په خپل شتون ودان وساتو، پرته له تنخوا، حق الزحمې او مزدورۍ د دې ستر ښامار په وړاندې په تش لاس په مېړانې ودرېدل او هیڅکله یې د پرسونل له کمښت سره د خپلواکۍ دا سر شاره کاروان مخ نه کړ.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *