Connect with us

لیکنې

د افغاني صادراتو لپاره دې د پاکستان پر ځای له بديلو لارو کار واخيستل شي!

Published

on

د روانې اوونۍ له پيل راهيسې د تورخم دروازه يو ځل بيا د ټرانزيټ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې ده، دا لومړی ځل نه دی،چې پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزيټ پرمخ د تورخم دروازه تړي،بلکې له دې وړاندې يې هم په وار وار ورته چلند کړی،چې له امله يې افغان سوداګرو ته په ميليونونو زيان اوښتی دی، پاکستاني لوري دا ځل د بار وړونکو موټرو سربېره هغو ناروغانو ته هم پر تورخم د اوښتلو اجازه نه ورکوي،چې پاسپورت او وېزه نه لري، په داسې حال کې چې پخوا ترې دا اسناد نه غوښتل کېدل او په عادي حال کې پر تورخم دروازه دواړو لوريو ته د سوداګريزو موټرو له چلوونکيو پاسپورت او ويزه هم نه غوښتل کېده!!!
پاکستان ځان تل د افغانستان نږدې دوست ګڼي، خو په افغانستان کې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د تر لاسه کولو لپاره دوديزه دوه ګونې پاليسي کارولې/کاروي، چې د دې پاليسۍ په چوکاټ کې وخت ناوخت د افغان مسافرو او سوداګريزو مالونو پر وړاندې له کرښې د تېريدونکو نقطو (تورخم، ډنډ پټان، غلام خان، انګور اډه او د سپين بولدک دروازو) تړل، د پاکستان کراچۍ بندر او د پاکستان په خاوره کې د ننه د افغان سوداګرو د مالونو بندول او ځنډ رامنځ ته کول، په غير قانوني توګه ماليه اخيستل او داسې نور هغه موارد دي،چې پاکستان يې په افغانستان کې د هر حاکم نظام پر وړاندې د سياسي فشار په توګه کاروي.
خو افغانستان هغه پخوانی نه دی، بلکې د وچې، اوبو او هوا له لارې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره په نورمال ډول سوداګري لري، افغانان اوس د هوايي دهلېز له لارې له متحده عربي اماراتو سره وصل دی، د ايران د بندرعباس او چابهار بندرونو له لارې له نورو عربي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر، اماراتو، بحرين او نورو سره وصل دي، د منځنۍ آسيا د هېوادونو له لارې له روسيې، اروپايي او افريقايي هېوادونو سره راکړه ورکړه لري، له همدې امله د پاکستان له لوري د لارو تړل پر افغان ټرانزيټ او سوداګرۍ هېڅ کوم اغېز نه شي درلودای!
د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې افغانستان له ايران او منځنۍ آسيا هېوادونو څخه د اړتيا وړ خوراکي او غير خوراکي توکي په لاس راوړي او د امارتي چارواکو هڅې دي، چې د واخان پر لويه لاره جدي کار روان دی او په مستقيمه توګه له چين سره وصلېږي. دغه راز افغانستان له تاجيکستان، ترکمنستان او ازبيکستان سره سوداګري او ټرانزيټ لري او په اوسني وخت کې په يوه هېواد او يوه لاره متکي نه دی، بلکې ګڼې بديلې لارې شته او لا هم اسلامي امارت هڅه کوي،چې له نورو لارو له يو شمېر هېوادونو سره وصل شي، حکومتي چارواکي اوسنيو سختو شرايطو ته په کتو غواړي له چين سره سوداګريزې اړيکې جوړې کړي ، په داسې حالت کې به د پاکستان ټولې لارې او بندرونه خپل ارزښت له لاسه ورکړي او افغانان به هم د پاکستان د ګوتو په شمار سوداګريزو توکو ته اړتيا ونه لري، ځکه د افغانانو پر وړاندې د پاکستان دوه ګونی چلند او بې خونده سناريو ته په کتو جدي اړتيا وليدل شوه، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ټرانزيټ او دوه اړخيزې سوداګرۍ په برخه کې عملي اقدامات ترسره شي او افغاني صادرات پرته له کوم خنډ او ځنډه بهرنيو بازارونو ته په کم وخت کې ولېږدول شي، د دې په څنګ کې دې په کور د ننه اغېزمن تخنيکي مېکانېزمونه او د افغانستان د ميوو او سبزيجاتو مديريت، بازار موندنې او زيان مخنيوي په اړه مؤثر، تخنيکي او مسلکي اقدامات کولای شي، تر څو په دايمي توګه د افغانستان مېوې او سبزۍ په کور د ننه او بهر بازار پيدا کړي.
د همدې موخې لپاره افغانستان دوه مناسب او غوره بديلونه له چين سره د واخان د لارې جوړول او خلاصول او له هند سره د چابهار بندر فعالولو ته لومړيتوب ورکول دي،چې چين او هند د افغانستان د صادراتو لپاره دوه ستر او نږدې بازارونه ګڼل کېږي، حکومت کولی شي،له چين سره د واخان د لارې په جوړولو او خلاصولو کې چين پانګونې او همکارۍ ته ليواله کړي او له دې لارې چين او افغانستان دوه اړخيزه سوداګري لا زياته او پراخه کړي، دغه راز له هند او ايران سره له ډيپلوماټيکو لارو د چابهار بندر د پياوړتيا، د تخنيکي اسانتياوو او سوداګريزو مالونو د انتقال لپاره ډيالوګ رامنځته کړي ځکه هند د دې پروژې ستر پانګه وال دی او غواړي،چې د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې د چابهار بندر فعال او له دې بندر له لارې له افغانستان او مرکزي اسيا سره وصل شي. همدارنګه چين، جاپان، ترکيه، قطر او متحده عربي امارات يو له هغو هېوادونو څخه دي،چې د افغانستان اسلامي امارت سره دوستانه اړيکې پالي، له يادو هېوادونو سره افغانستان کولی شي د افغاني صادراتو لپاره هوايي دهلېز رامنځ ته کړي،څو د هوايي دهلېز له لارې افغان سوداګر خپل مالونه لکه وچه او تازه مېوه او نور توليدي توکي ولېږدوي، په دې کار سره به افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره پراخه دوه اړخيزه او څو اړخيزه سوداګريزې اړيکې جوړې کړي او هم د افغانستان صادرات د نړيوال شهرت پيدا کولو لپاره ډېرو لرې هېوادونو ته ورسېږي او هم په کور د ننه ورته تخنيکي، مسلکي او خوندي اسانتياوې برابرې شي.
په هر حال د افغانانو پر وړاندې د پاکستان دوه ګوني چلند ته په کتو جدي اړتيا ليدل کېږي، چې پر پاکستان او د پاکستان له لارې په ترانزيټ سوداګري اتکا را کمه شي او اسلامي امارت په کور د ننه اغېزمنو تخنيکي ميکانېزمونو کار وکړي او له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره بديلې لارې ولټوي. د دې لپاره چې د افغانستان مېوې او سبزيجات له زيانمن کېدو وژغورل شي، يوازې په يو مارکيټ اتکا ونه شي او په کور د ننه ورته مساعد بازار پيدا شي، همدارنګه دې د هېواد په پنځو زونونو کې د مېوو او سبزيو لپاره سړې خونې جوړې کړي، د دې کار لپاره د افغانستان دولت بايد د دولتي سکتور تر څنګ خصوصي سکتور وهڅوي، په ګډه د پانګونې لپاره مناسب او د پام وړ شرايط برابر کړي،څو هر کال په سړو خونو کې د ساتلو لپاره دولتي او خصوصي سکتور له بزګرو څخه مېوې او سبزيجات واخلي او يا يې بزګر په هماغو سړو خونو کې د کرايې په ډول خوندي کړي، ترڅو بزګران د دې توانايي پيدا کړي،چې خپل حاصلات خوندي وساتي او د مني او ژمي په موسم کې يې کورني بازار ته وړاندې کړي. د دې کار يو ګټه به دا وي،چې د افغانستان مېوې او سبزيجات به په کور د ننه او سيمه کې خپل ارزښت پيدا کړي او د مني او ژمي په موسمونو کې به افغانستان اړتيا ونه لري،چې له ايران او پاکستان څخه ميوې او سبزيجات وارد کړي، بلکې افغانستان به خپلې اړتياوې له خپل بازار څخه په ارزانه بيه پوره کړي. همدارنګه دولتي او خصوصي سکتور بايد د افغانستان بېلابېلې مېوې پروسس کړي څو له اړوندو مېوو څخه فرعي او نهايي توليد رامنځته کړي او د چمتو کولو، بسته کولو، خوندي کولو، وچولو او داسې نورو ترتيباتو لپاره تخنيکي اسانتياوې برابرې کړي،چې دا کار به د عوايدو، کاري پراختيا، خود کفايۍ او نورو هېوادونو ته به د صادرولو زمينې برابرې کړي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان سياسي او دوه اړخيزه اړيکو کې دوامداره بې ثباتي د کلونو بېخونده سناريو ده،چې هر کال زيات اقتصادي زيان يې د افغان سوداګرو مالونو او پاکستان ته د افغانستان د مېوو او سبزيو صادراتو ته اړولی،دې حاکم فکټور ته په کتو د افغانستان دولت ته په کار ده،چې پر پاکستان سربېره له نورو ګاونډيو، سيمې او نورو هېوادونو سره د ترانزيت او دوه اړخيزه سوداګرۍ په برخه کې عملي اقدام وکړي،څو د افغانستان صادرات پرته له کوم خنډ او ځنډ پرته بهرنيو بازارونو ته په کم وخت کې ولېږدول شي.

راشد آرين

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *