Connect with us

افغانستان

د برېښنا تولید په برخه کې د ترکي شرکت لېوالتیا

Published

on

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ۷۷ ترکي شرکت له مرستیال بوراک اونسال سره په کتنه کې، د ګډو همکاریو پر تداوم او پراختیا خبرې
وکړې.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې په هرات کې د بادي او سروبي۲ برېښنا د تولیدي پروژو په برخه کې د پانګونې په اړه هم خبرې شوې دي.
د یاد شرکت مرستیال په یادو پروژو کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کتنې په پای کې، دواړو لوريو د اوبو او انرژۍ پروژو د تطبیق اړوند د دوه اړخیزو همکاریو د تداوم او پراختیا په اړه یو بل ته ډاډ ورکړی دی.

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *