Connect with us

ټولنه اوکلتور

د شېخ الحدیث مولوي نعمت الله نعماني ژوند ليک

Published

on

په دې کې شک نشته چې د وفات شویو تذکره او حالات بیانول د هغوی یاد را ژوندی کوي، ویل کېږي مات میت والذکر یُحییه . انسان مړ شو خو یاد یې بېرته را ژوندی
کوي.
شمس الدین محمد بن عبدالرحمن السخاوی فرمایي: من ورخ مومنا فکانما احیاه. چا چې د مومن تاریخ ولیکه دا داسې ده لکه هغه یې چې را ژوندی کړی وي او چا چې یې تاریخ ولوست لکه ملاقات یې چې کړی وي.
موږ الحمد لله په وطن کې په هر ډګر کې داسې علمي، سیاسي او جهادي څیرې لرو،چې باید یادونه یې د تاریخ په زرینو کرښو ولیکل شي ، د همدې توریالانو او نومیالیو له قطاره یو هم زموږ ګران او مشر استاذ محترم شیخ الحدیث والتفسیر نعمت الله نعماني دی.
شیخ الحدیث مولوي نعمت الله نعماني د مرحوم شیر ګل زوی په خټه اخندخیل د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالی د دوبندۍ سیمه کې دنیا ته سترګې وغړولې، له هجرت وروسته یې د اضاخیلو په کمپ کې د ښوونځي لومړني صنفونه ولوستل او بیا یې په دیني درسونو پیل وکړ، په کال ۱۹۸۷ میلادی کې یې د شهید نصرالله منصور په مدرسه نورالمدارس کې داخله وکړه، له یو کال درسو وروسته یې په کال ۱۹۸۸ کې د چراټ په مشهورې مدرسې جامعه محمدیه کې داخله وکړه او له مشهورو استاذانو لکه شیخ الحدیث قدوس جان آغا، شیخ الحدیث مولوي محمد صادق رحمه الله، شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب، شیخ الحدیث فضل الرحمن فضلي صاحب، الشیخ سید قریش بابا، مرحوم قاضي محمد امین صاحب او له نورو نامورو استاذانو زده کړې تر سره کړې،چې شیخ صاحب د نوموړو په خاصو شاګردانو کې یادېده.
د لویې دورې لپاره یې د سیمې مشهورې مدرسې جامعه حقانیه کې داخله وکړه او په کال ۱۹۹۳مـ کې چې له ۱۴۱۳هـ سره سمون خوري له شیخ الحدیث مفتي محمد فرید رحمه الله څخه د حدیثو سند تر لاسه کړ.
شیخ صاحب په تصوفو کې د نقشبندې سلسلې بیعت د نوښار ضلعې پیر سباق کلي له محترم پیر صاحب لوی صوفي او عالم عبدالسلام رحمه الله څخه کړی و، چې تر اوسه پورې یې د هغوی له خاندان سره یو ځانګړی تعلق قایم دی.
د شیخ صاحب د وینا له مخې چې موږ دری ملګري چې هغو کې شهید مولوي محمد خوشحال ملنګ هم و له حقانیې به د سه شنبې په شپه پیرسباق ته راتلو او مرحوم پیر صاحب به موږ ته په یوه ځانګړې خونه او اطاق کې مکتوبات لوستل.
له فراغت روسته نوموړی د شیخ الحدیث قدوس جان آغا او شیخ الحدیث محمد صادق رحمه الله په توسط باندې په لومړي کال په جامعه محمدیه چراټ کې مدرس وټاکل شو،چې ورسره یې د امامت دنده هم تر سره کوله.
شیخ صاحب چې سر له وخته به یې مطالعه او درس کې له ډېر زیار څخه کار اخيست او په پوره تحقیق سره به یې درسونه لوستل چې په همدې توګه ډېر زر د استاذانو د توجو وړ وګرځېد.
د افغانستان اسلامي امارت چې کله په لومړي ځل واکمن شو، نو شیخ صاحب د علما‌وو په غوښتنه د تدریس لپاره جلال اباد ته ولاړ او هلته یې د درونټې په مشهورې جهادي مدرسې کې تدریس پیل کړ، له دوه کاله درس روسته بیا د خوګیاڼیو ولسوالۍ کږې سیمې ته د درس لپاره ولاړ چې څه موده یې هلته تدریس وکړ او بیا د ملا عبدالسلام راکټي په غوښتنه د جلال اباد قول اردو مدرسې ته ولاړ چې په همدغه وختو کې په افغانستان باندې غربیانو یرغل راوړ او شیخ صاحب هم د هجرت کاله ته راستون شو.
شیخ صاحب په لومړیو کلونو کې د اضاخیلو د کمپ په یوه جومات کې د تکمیل درس پیل کړ،چې په دغه کتابونو کې یې ډېر زیات شهرت درلود چې هر مهال به ورسره نږدې پنځه سوه طالبان په درس کې شریکول.
د اضاخیلو په کمپ کې چې د شیخ صاحب امامت هم و، ورسره یې د مولوي محمد داود جلالی شهید په مدرسه منهاج العلوم کې درس پیل کړ چې د وړې دورې درسونه یې پيل کړل.
د وړې دورې له شپږ کاله تدریس وروسته یې لویه دوره پيل کړه چې سږکال یې د دورې شپاړسم کال و. شیخ صاحب به د کال درسونه چې خلاص کړل نو بیا به یې په رخصتیانو کې وړه دوره هم درسوله، چې په همدې ډول شیخ صاحب ۲۲ ځلې وړه او ۱۶ کرته لویه دوره ختمه کړه، او ډېر ځله به یې رمضان کې د تفسیر دوره هم ترسره کوله.
په اضاخیلو باندې له سیلاب وروسته شیخ صاحب د کاهي مشهورې مدرسې سراج الاسلام ته وغوښتل شو او هلته یې څلور کاله د شیخ الحدیث په صفت د لویې دورې درس وکړ او بیا یې په دې ورستیو کلونو کې د کوهي اضاخیلو په مسلم سټي کې د منبع العلوم مدرسې بنیاد کېښود چې تر سږکال پورې یې په یو سره ځانته د دورې کتابونه ټول درسول.
د شیخ صاحب علمي اوچتوالی او خواري له هېچا هم پټې نه دي ، د شیخ صاحب د درسونو په ښکېلتیا یواځې هغه څوک پوهېدای شي چې چا ورسره درس ویلی وي، لویه او وړه دوره یې په سیمه کې ډېره زیاته مشهوره وه چې سږکال هم ورسره په لویه دوره کې ۶۲ عالمان فارغ شول او په وړه دوره کې همدا اوس مهال ورسره ۱۷۰ طالبعلمان شریک وو چې قضا الهي رامخته شوه او دا درسونه په نیمایي کې نیمګړې پاتې شول.
د شیخ صاحب د درسونو پابندي ډېره زیاته مشهوره وه،تر دې چې ویل کېږي شیخ صاحب د خپلې خور د جنازې په ورځ هم درسونه لوستلي و او بیا جنازې ته تللی و.
که به څومره هم مریض و،نو درسونه یې نه قضا کول او نه یې ستړیا ظاهروله بلکې په پوره شوق او ذوق سره به یې درسونه لوستل چې آن د مرګوني ناروغۍ څخه دوه دری ورځې مخکې یې هم درسونه لوستلی وو.
شیخ صاحب په سیمه او قوم کې یو مدبر، زیرک، هوښیار او د قوم په نبض پوی عالم و چې ټول ولس ته ډېر قدردان و.
شیخ صاحب له یوې لنډې ناروغتيا وروسته خپل روح خالق ته په داسې حال کې وسپاره چې په خوبونو کې ورته له حقیقي مالک سره د ملاقات تذکرې شوې وې او د پنجشنبې په سهار په ۱۱ دجنوری کال ۲۰۲۴ یې له دې فاني دنیا څخه د ۵۴ کالو په عمر په داسې حال کې سترګې پټې کړې چې په ژبه یې د الله، الله کلمه په جهر سره جاري
وه.
انا لله وانا الیه راجعون
روح دې ښاد او یاد دې تل وي.

لیکنه: مولوي محمد ادریس عاصم

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *