Connect with us

تاریخ او جغرافیه

د پېچلې ټکنالوژۍ آسانه مقابله

Published

on

1387 / لمریز کال
ښکېلاکګرې امریکا او ورسره ملاتړې ناټو یې د ګران افغانستان د اېلیدا په اړه ډېره سطحي انګېرنه کړې وه، دوی په لومړي سر کې فکر کاوه چې د ښارونو له نیولو سره هر څه د دوی په ګورت او ولکه کې قرار لري…
نور به دلته دوی خپل شومو پلانونو ته د عمل جامې ور اغوندي، په ښارونو او بیدیاوو کې به په ډاډه زړه چکری وهي د دې منظرو لپاره یې د پایکپو په څېر په سلګونو تېز رفتار موټران په هوایي ډګرونو کې درولي وو…
خو کله چې افغان مجاهد ولس د یوې لنډې وقفې وروسته پر یرغلګرو خپل جهادي ګوزارونه پیل کړل، نو په لومړیو کې دوی د ټانکونو نه کار اخیستل شروع کړل چې نسبتا د زېړو بوشکو په وړاندې یې مقاومت کمزوری وو. چې کله به د ځمکني ماینونو په دام کې کېوتل نو تلفات به یې زښت زیات وو.
نو ددې لپاره امریکایانو د زغره والو ټانکونو او شوبلو په واردولو پیل وکړ، چې تر یو سرحده یې د بارودو په وړاندې مقاومت کولای شو، نو همدا وو چې مجاهدینو هم خپلو ماینونو نظر ثاني وکړ او بارود یې څه ور اضافه کړل چې په دې سره د غلیم دا دسیسه هم شنډه شوه. بیا دښمن د خپلو کتارونو سره یوه بله وسیله اضافه کړه د شوبلو وړاندې به روانه وه او که په چاودنه وشوه هم به پردې واسطي کېده. له همدې امله مجاهدینو د خپلو ماینونو لاین څو متره اضافه کړ په دې معنا چې ماین به یې کله تر خاورو لاندې کړ نو تخته به یې څو متره ور هاخوا پټه کړه چې کله به وسیله پر تختې برابره شوه نو ماین به د شوبلې یا ټانک پر خېټه برابر شو. دا هر څه د مجاهدینو سره د الله مرسته وه چې په دومره ساده تخنیک به یې د ښمن دومره ستر مصارف ناکاره وګرځول.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *