Connect with us

لیکنې

له اسلامي نظام پرته ډلې ټپلې پر افغان ولس حکومت نه شي کولای

Published

on

که موضوع څه په تفصیل سره را وڅېړو، نوژرپه دغه حقیقت ته ورسېږوچې ولې له (سوچه) اسلامي نظام پرته ، ډلې ټپلې اونورقومي جوړښتونه دافغانستان په خلکوحکومت نشي کولای؟
دا یوواضح اوڅرګند حقیقت دی چې د تیرو۴۵ کلونوپه موده کې په افغانستان کې دډلواوقومونوپه جوړښت کې دهرډول سیاسي نظامونومزه وڅکل شوه خوله بدمرغه چې یوه یې هم نه دملک اونه هم د ملت په ګټه کومه مثبته نتیجه ورکړه ، هریوه یې پراخه ویرانې یې رامنځ ته کړې له خپلوهېوادوالو(ملت) سره په جنګ واوښتل ، قدرت ته د رسېدوپه خاطریې ملک (مارچه ) اونیغ یې د پردیوپه واک کې ورکړخوبیا یې هم دوام اوپايښت ونه موند ، دا زموږخبره نه، بلکې په دې اړه عادلانه قضاوت په چوپه خوله د هرچا په ذهن کې موجود دی ، دا به نودچا ګناه وبولوچې افغانانوته برناحق دا کانې د چا له لاسه وروشوې ؟
که دتحلیل ، مشاهداتواو عامه ذهنیت د قضاوت له مخې سپینه خبره وکړونوګناه بېرته په افغانانوراګرځي ، ځکه په پیل کې یې د پورته ټولوبدبختیوباب په لوی لاس د خپلوبې تجربې اود عقیدې په لحاظ کمزورو اولادونو په ذریعه پرانیست ، روسانوچې کله ددغه پوچ مغزه افغان ځوانانوپه ذهنیتونودخپل سفارت دفرهنګي برخې له لارې مقدماتي کارپیل کړنودهغوی مغزونه اوذهنیتونه یې تش اود وارداتي آیدیالوژۍ لپاره مساعد وموندل ، شیطان وزمه روسانوله موقع په استفادې ډېر ژردروڼ آندۍ ترمترقي (!) شعارلاندې ددوی په تیورۍ تباه کوونکی اوبربادوونکی کارپیل کړ، دلته ملامتیا بېرته دافغان ځوانانوپه ناخبره والدینوراګرځي ځکه چې د ۱۴هجري پېړۍ په څلورومه او پنځمه لسیزه کې یې دمظاهراتو اولاریونونوپه ترڅ کې دخپلواولادونوله اسلامي مسیرڅخه بې لاریتوب اومعنوي انحرافات په سترګو لیدل اوپه غوږونو یې اورېدل خوغوږونه یې پرې کاڼه اچولي و ، په کمین کې ناست (ګوره) روسانوپه خپل وروستي توان هڅه کوله چې پوچ مغزه ځوانان په ظاهره د ماتریالیزم دیالکتیک له اشتراکي فلسفې سره آشنا ، خود پردې ترشاه د خپلوناولیوموخوپه محوروڅرخوي ، دا دلمرپه شان څرګند واقیعت و کله چې بې تجربې افغان کمونیستان د سیاست صحنې ته راغلل په خپلوهېواد والویې هغه ناکردې وکړې چې نه خونړي چنګیزکړې وې اونه هم د نړۍ په تاریخونو کې دکوم بل هېواد په تاریخ د ورته جنایاتو بېلګې لیدل شوې وې ، شکنجې ، په فولیګونوکې ژوندي ښخول ، په دارځړول ، د افغان کمونیستانوهغه سټالیني جنایات ول چې دهېچا له نظره پټ نه دي پاته ، خوافغان میړني ولس بیا هم داسلامي اصولوپه رعایت او له افغاني غیرت په پیروۍ ددغه ظالمانو پروړاندې خپله وسله واله مبارزه داسې جاري وساتله چې په کمونستانو یې مځکه سورطبخی واړوله ، که څه هم د هېواد ددغه ناخلف کمونیست بچیانو له لاسه په ۱۳۵۸کال د جدی پر۶ ماښام روسانود ټولونړیوالو موازینوخلاف په افغانستان بربنډ تیری وکړاود افغانانوغمیزه یې دوه برابره کړه خوبیا هم روسان اوافغا ن کمونیستان د۹کالو په جریان کې د ملیونو افغانانودوینوپه تویولوپه دې ونه توانېدل چې د افغانانوپه زړونوکې اسلامي روحیه کمزورې کړي ځکه ورځ تر بلې یې په الهي نصرت باورفولادي کېده اوله روسانوسره د مبارزې په ډګرکې غښتلي کېدل ، روسان چې له متوقع بري ناهیلي شول په همدې حساس پړاوکې یې له یوه بل خطرناک اوافغان ځپونکي تاکتیک نه هم کارواخیست هغه داچې په غیرمستقیم ډول یې افغان قومونوترمنځ د سیمې ، ژبې او قوم په نوم د تفرقې اوتضادونو یوه داسې خطرناکه ستراتیژي په کارواچوله چې فوق العاده بریالی تمامه شوه ځکه دغه خطرناک ویروس ډېرپه چټکۍ د مجاهدینولیکوته هم سرایت وکړدا هغه بربادوونکې تاکتیک و چې د۱۳۶۷کال ددلوې په میاشت چې کله روسانوله افغانستان څخه پښې سپکې کړې نود داکترنجیب الله په پاته دوه کلنه دوره کې د بلوغ سرحد ته ورسېد ځکه د کمونیستانوپه شمول دمجاهدینوپه لیکوکې هم داسې سمتي ، لساني اوقومي تضادونه را منځ ته شول چې په ۱۹۹۲ کال ددې پرځای چې حکومت د مجاهدینو استازوته تسلیم شي په یواړخیزډول د اردوټول جنرالان دکابل په شمال کې یوه محلي قوماندان ته تسلیم شول چې په دې توګه دټول شموله اسلامي حکومت په ځای یوقومي حکومت را منځ ته شو او په نتیجه کې یې د خپل منځي جګړو په ترڅ کې یې پخوانیوکمونیست جنرالانوته یوځل بیا د مجاهدینوپه جامه کې د مسلمانانود ځپلو داسې موقع په لاس ورغله چې له روسانوسره جګړې ورته نصوارشوې ،ځکه اسلامي تنظیمونه لکه څنګه چې داسلامي اصولو ایجابات و، ژمن پاته نشول ، یودبل د منلو روحیې ځای یی کرکې، کینې، نفرت اوبدبینۍ ته پرېښود .
د خپل منځي جګړوپه ترڅ کې په لسهاوو زره بېګناه وګړوخپل ژوند له لاسه ورکړ، څه کم پنځه کاله د افغانانوپه سردرندې میچنې وڅرخېدې، نه یوازې به دوی وژل کېدل بلکې ښکیلوخواووپه کابل ښاریانوداسې قحط راوستی وچې هېڅ لوري به کابل ته خوراکي توکي نه پرېښودل چې په دې توګه د اسلامي تنظیمونوسپیڅلي جهاد دیوه سوچه اسلامي نظام پرځای خپل ځای د وینوسوداګرۍ ته پرېښود خوالله پاک رحم وکړد طالبانو اسلامي تحریک د هېواد سهیل لودیځ کې را څرګند اوکله چې کابل ته را ورسېدل نوحکومت د اسلامي امارت تر قیادت لاندې یواړخیزاو تر ۱۳۸۰کال پورې سوچه اسلامي نظام په مفتوحه سیمو کې حاکم و
په ۲۰۰۱ کال دیوې نړیوالې توطیې په ترڅ کې امریکا پرافغانستان حمله وکړه او یوداسې نظام یې را منځ ته کړچې له هره پلوه د افغانانوملي اومعنوي ارزښتونوته په ښکاره ګواښ واوهغه پلمه چې دوی په افغانستان د تېري لپاره جوړه کړې وه د اوبوځګ شوه اوبشپړه نتیجه دا شوه چې امریکا هم د روسانوپه شان دبېګناه افغانانوپه وینوخپلې خپړې سرې اودتاریخ قضاوت ته یې ورښکاره کړې .

حیات الله حلیم

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *