Connect with us

لیکنې

نور به مدرسې او پوهنتونونه سره يو وي

Published

on

لکه څنګه چې په اصل کې بايد د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ واټن او فاصله نه وي د اسلامي امارت له حاکميت څخه بيا تر اوسه پورې پر همدې باندې کار روان دی چې څنګه د مکاتبو، پوهنتونونو او مدرسو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي او هر يوه ته د اسلامي ښوونيز مرکز په سترګه وکتل شي؟ د دې هدف لپاره د نظام او وزارتونو په کچه ډېر ښه د پام وړ چټک ګامونه پورته شوي دي.
د دې لپاره چې موږ په خپل علمي ډګر کې ځانونه تکامل او بساينې ته ورسوو دا لازمه ده چې علمي مرکزونه د کميت او کيفيت په برخو کې پياوړي کړو او د ديني او عصري علومو په نوم د علومو او مراکزو تر منځ واټن له منځه يوسو تر څو مو د الله تعالی د رضايت او خپل وطن، خلکو او نظام ته د خدمت لپاره هڅې نورې هم چټکې شي او پوره نتيجه ورکړي.
د ديني او طبيعي دواړو علومو زده کول د مسلمانې ټولنې اړتيا ده ځکه نو د همدغه علومو تر منځ يا د هغو د ښوونځيو تر منځ درځ او واټن ته په اسلام کې هېڅ ځای نه شته بلکې ټول بايد د زده کړو مرکزونه وبلل شي او د هر ډول پرمختګ لپاره يې کوټلي ګامونه پورته شي.
که د ديني مدرسو او پوهتونونو تر منځ اړيکې همداسې دوام وکړي نو ډېر ژر به
ان شاء الله د مدرسو او پوهنتونونو تر منځ له پخوا څخه را پاتې منفي واټنونه ختم شي او ټولو ته به يواځې د علمي مرکزونو او انسان جوړونې اساسي ځايونو په سترګه وکتل شي.
د اسلام له پيله بيا د مسلمانانو د زبرځواکۍ او امپراطورۍ تر ختمېدلو پورې په تعليمي برخه کې د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو وېش نه وو بلکې په يوځای کې هم مهاله ټوله علوم درسېدل له همدې امله موږ وينو چې د هغه وخت مسلمان طبيبان، د رياضي، کيميا، بيولوژي او نورو علومو پوهان او مخترعين د دغو علمي برخو تر څنګ ديني علماء هم وه همداسې ډېر ديني علماء د دې ترڅنګ چې په ديني علومو کې يې ډېر مهارت درلود،په طبيعي علومو کې هم پوره رسېدلي وو.
په اسلام کې علمي برخې نه دي وېشل شوې او نه هم د يوې برخې لپاره د خاص موقعيت او يونيفورم شتون ضروري دی هرڅوک کولای شي په هره برخه کې زده کړې وکړي البته د شرائطو او امکاناتو په لحاظ د ځينو علمي تجربو او مهارتونو لپاره د يوځای ځانګړي کول هغه بېله خبره ده.
نو لکه علمي برخې او رشتې چې مشترکې دي زموږ د زده کړې ځايونه هم بايد مشترک وي، د کومو شيانو له وجهې چې د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونو وېش او تقسيم راغلی دی هغه شيان بايد له منځه يوسو او هر مسلمان د ديني او طبيعي علومو د زده کولو كوښښ وكړي.
زه پدې باور يم چې د ټولو علومو د زده کولو لپاره بايد يوځای وي که يوځای نسي کېدلای نو ټول هغه منفي باورونه او کړنې دې له منځه يووړل شي چې په سبب يې د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون وېش راغلی دی.
په مدرسه، ښوونځي او پوهنتون درو واړو کي بايد زموږ بچيان په ديني او عصري علومو وروزل شي او داسې خلک اسلامي ټولنې ته وړاندې شي چې په اسلامي عقيدې پاخه، په اسلامي اعمالو سمبال، په اسلامي اخلاقو ښايسته او په عصري علومو پوره ماهر وي.
مدرسه، ښوونځی او پوهنتون که نومونه او عنوانونه يې مختلف دي خو معنی او محتوی يې بايد يو شی وي چې هغه د ديني او طبيعي علومو زده کول دي او بس.
يقيني خبره ده چې زموږ اوسنی حاکم اسلامي نظام د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون تر منځ د واټن کمولو ډېر کوښښ کوي ځکه نو ټول ولس بايد په دې مهمه چاره کې د نظام سره ودرېږي او هر ډول همکاري ورسره وکړئ.

مولوي نورالحق مظهري

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *