Connect with us

افغانستان

پروان کې د کانالونو او سربندونو پروژې پلي کیږي

Published

on

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان په نهه بېلابېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت سپر پسیج، کانالونه او سربندونه جوړیږي.
د دغو پروژو له جملې څخه یې د یاد ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوه سپر پسیج او د یوه کانال چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري عملا پیل شوې. په یاده پرانیست غونډه کې ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د یاد ولایت د کلیو دبیارغونې او پراختیا رییس، یو شمیر مسولینو، د سیمې علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.
د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړیدو سره به په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د ولسونو ستونزې هوارې شي.

Continue Reading
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *